هرات (پژواک، ۲۴ ورى۹۷): د هرات د والي وياند وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو په بريد کې لس پوليس وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د وري په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه ددې ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه: (( وسله والو طالبانو تېره شپه له څو لوريو د شينډنډ ولسوالۍ د لرزانک پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې د عامه نظم لس پوليس وژل شوي دي.))
د نوموړي په خبره چې څلور پوليس ټپيان شوي هم دي.
د والي وياند وايي چې د بريد پرمهال لږ ترلږه ١٥وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى.
د يادې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې ددغه بريد پرمهال د دوى وسله والو ته زيان نه دى اوښتى .
شنډينډ ولسوالۍ د هرات له ښاره ١٢٠کيلومتره لرې سوېل ته لور ته پرته ده چې ددغه ولايت له ناامنو ولسواليو څخه شمېرل کيږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن