کلات (پژواک، ٩ غويى ٩٧): د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان له ځانمرګي بريده روغ وتلی دی.
د شاه جوی ولسوالۍ ولسوال وزير محمد جوادي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه په يوه بجه د ولسوالۍ په بازار کې وشو.
د نوموړي په وينا چې بریدګر د قوماندان له موټر سره نږدې خپل موټرسايکل بم ته چاودنه ورکړې ده.
هغه زياته کړه چې د بريد موخه د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالعزيز و، خو هغه ترې روغ وتلى دى.
ولسوال وايي چې په دغه بريد کې بريدګر وژل شوى او د امنيه قوماندان دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن