ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: له خلکو او رسنيو سره دې د کابل بريد جزييات او حقيقتونه شريک شي

1 May 2018 - 18:44
1 May 2018 - 18:44

کابل(پژواک،۱۱غويی۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني چارواکو ته امر کړی چې له خلکو او رسنيو سره دې په کابل کې پر خبريالانو د پروني بريد جزييات او حقيقتونه شريک کړي.

په پرونيو دوو ځانمرګو بريدونو کې چې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې وشول د خبريالانو او رسنيو د عکاسانو په ګډون ۲۵کسان وژل شوي او د شپږ خبريالانو په شمول ۴۹کسان ټپيان شوي.

ددغو بريدونو مسووليت داعش ډلې منلى دى .

د ملي امنيت شورا ناسته چې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه او وروسته له دې چې امنيتي او دفاعي ارګانونو د پروني خونړي بريد په اړه خپل راپور وړاندې کړ، ولسمشر اړونده چارواکو ته دنده وسپارله څو د پروني بريد رامنځ ته کېدو څرنګوالی او امنيتي تشې دې وڅېړي او په اړه يې جزييات او حقيقتونه له خلکو او رسنيو سره شريک کړي.

نوموړي دغه راز د بيان ازادي او د ازادو رسنيو فعاليت د حکومت لپاره ارزښتمن وباله او زياته يې کړه چې پروني ترهګر بريدونه، د بيان پر ازادۍ بريد او د بشريت ضد جنايت دی او عاملان به يې د قانون او عدالت منګولو ته وسپارل شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، ويل شوي چې د ملي امنيت شورا په نننۍ ناسته کې، په کابل په ځانګړې توګه د کابل د لوېديځ د امنيت خونديتوب په اړه خبرې وشوې او د هر اړخيزه تدابيرو نيولو په موخه لازمې لارښوونې و شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version