ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: د چپرهار د عملياتو پېښه يو لوړ پوړی پلاوی څېړي

29 May 2018 - 14:38
29 May 2018 - 14:38

جلال اباد (پژواک،۸ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار والي وايي چې د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال د ملکي مرګ ژوبلې پېښه له کابل څخه د راغلي لوړ پوړي پلاوي له لوري په دقيقه توګه څېړل کېږي.

تېره شپه شاوخوا لس بجه د ملي امنيت اړوند د ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو سيمې اړوند چينې کلي کې عمليات ترسره کړي او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي، په دغو عملياتو کې د مشرانو جرګې د رييس فضل الهادي مسلميار د کورنۍ غړي په نښه شوي چې ۹ تنه يې وژل شوي او د يوې مېرمنې او يوې ماشومې په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي.

په وژل شوو کسانو کې د چپرهار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان، د هغه دوه زامن او يو وراره هم شامل دي او دغه راز يې يو زوی او يو وراره ټپيان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار والي حيات الله حيات د چپرهار پېښه ډېره دردونکې بللې او د څېړنو ډاډ يې ورکړی دی.

هغه زياته کړه: ((د پېښې د دقېقې څېړنې لپاره له کابل څخه يو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی او ډېر ژر به يې څېړنې پيل کړي.))

خوږياڼى مني چې په پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او د يوې مېرمنې او ماشومې په ګډون اته تنه نور ټپيان دي، چې ټپيان ټول تر درملنې لاندې دي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړی او د مشرانو جرګې د رييس ورور شمس الرحمن مسلميار د يادې پېښې د دقيقې څېړنې غوښتنه کړې ده.

هغه پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د چپرهار ولسوالۍ په چينو کلي کې د ګډو ځواکونو د تېرې شپې عملياتو کې د مشرانو جرګې د رييس د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وژل شوي.

نوموړي د وژل شوو کسانو نومونه هم ليکلي او ورسره لاندې يې ليکلي، چې ټول د مشرانو جرګې د رييس د تره زامن او د تره لمسيان دي.

دى وايي: ((د مشرانو جرګې رييس سعودي عربستان ته په يوه رسمي سفر تللی له دې امله د نوموړي کورنۍ او خپلوانو پرېکړه کړې چې د شهيدانو د شهادت په درناوي او د مشرانو جرګې د رييس تر بېرته راتګ پورې مرکزي او ولايتي ادارو ته وخت ورکوي چې ياده درنه او نه جبرانېدونکې پېښه وڅېړي.))

هغه ګوتڅنډنه کړې، که ياده پېښه په دقيقه او جدي توګه ونه څېړل شي، عاملين يې مجازات نه شي؛ نو که له هغه وروسته د دوی له لوري هر ډول غبرګون رامنځته کېږي، مسوول به يې ولايتي او مرکزي ادارې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version