ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان حکومت پلوه طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو بريد کړى

4 Jun 2018 - 09:39
4 Jun 2018 - 09:39

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٧): د پاکستان حکومت پلوه طالبانو په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو او پلويانو بريد کړى چې په پايله کې يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي چې د پاکستان حکومت پلوه طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړي علي وزير او ځينو نورو ته ګواښونه کړي وو چې له ياد غورځنګه بېل شي.

بلخوا ځايي طالبانو د دغه غورځنګ د پلويانو له سرونو سرې خولۍ هم اخيستې او سوځولې یې دي.

د راپورونو له مخې، د همدې شخړو د هواري لپاره علي وزير او پلويان یې له ځايي طالبانو سره د جرګې لپاره روان وو چې پر لاره پرې طالبانو بريد کړى دى.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تېره شپه د فېسبوک له لارې په يوه ژوندۍ وينا کې ادعا کړې ده چې په دغه بريد کې یې تر ١٠ پورې پلويان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.

بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په دې نښتو کې درې کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٥٠ نور ټپيان شوي دي.

حکومتي سرچينو هم د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې نښتې تاييد کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې، له ياد بريد وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو پلويانو په طالبانو پسې را واخيستل او هغوى يې تېښتې ته اړ کړل.

دغه کسان اوس په واڼه کې راټول شوي او د پاکستان له پوځ يې غوښتي چې که رښتيا د ترهګرو او طالبانو خلاف وي؛ نو دوى سره دې يو ځاى د طالبانو د دفترونو په سوځولو کې همکاري وکړي.

منظور پښتين دا دعوه هم کړې ده چې د پاکستان د پوځ سرتېرو د طالبانو په ملاتړ پر عامو خلکو ډزې کړې او زياته مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د دغه غورځنګ بل غړي علي وزير تور پورې کړى چې د پاکستان پوځ په وزيرستان کې ترهګر پيدا کړي او ټولې ترهګرې ډلې د پوځ خلک دي چې بېګناه خلک پرې وژني.

خو د پاکستان پوځ تل ادعا کړې چې د ترهګرۍ پر ضد يې جګړه کې زياتې قربانۍ ورکړې او زرګونه سرتېري يې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version