ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ٤٠ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

5 Jun 2018 - 15:04
5 Jun 2018 - 15:04

تالقان(پژواک،١٥غبرګولى٩٧): د تخار امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.

د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن اقتاش د غبرګولي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې افغان ځواکونو په دشت کلا او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې د طوفان ١١ په نوم عمليات پيل کړل.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٦ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د ينګي کلا ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ملا محمد قزل مشهور په ابو يوسف هم شامل دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د ماوراى کوکچه لپاره د طالبانو پوځي مسوول ملا نظام او يو سيمه ييز ډلمشر ملا عبدالظاهر هم شامل دي.

دغه راز په تخار کې د پامير زون د ٢٠ فرقې وياند غلام حضرت کريمي هم د يادو څرګندونو په تاييد سره وويل چې ددغو عملياتو په لړ کې اولنګ، تیمتکاه، پنګانی، یکه توت، مامورحسن، شهرکهنه، دونګ قشلاق، ولی اباد، حیرتان، قورغ سای، تالقاني قشلاق او خیراباد کلي له طالبانو څخه نيول شوي دي.

ده وويل چې په يادو ولسواليو کې دا مهال چاڼيز عمليات روان دي.

همدارنګه د دشت کلا اوسېدونکي عبدالسميع پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي: (( د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم، خو يواځې له ښار نه طالبان شړل شوي، په کليو او بانډو کې اوس هم شته دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دشت کلا او خواجه بهاوالدين د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دي چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version