جلال اباد (پژواک، ١٦ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار له محبس څخه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ۱۳۱ بنديان خوشې او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغلى دى .
چارواکي وايي، په خوشې شوو بنديانو کې يوه يې مېرمن او اووه ماشومان هم شامل دي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات د بنديانو د خوشې کېدو پر مهال وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ لمریزکال د لومړي ګڼه فرمان له مخې، چې د غويي په ۸ مه د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت صادر شوی و، د ننګرهار له محبس څخه د ۷ ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون ۱۳۱ تنه له بند څخه خوشې او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغی.
نوموړي زیاته کړه، محبس د زده کړې او اصلاح ځای دی نو په همدې اساس یې له بند څخه له خوشې شوو کسانو غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته په ټولنه کې د روزل شوو اشخاصو په څېر ژوند وکړي او د ټولنې په اصلاح او د جرمونو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
د ننګرهار والي په محبس کې بندیانو ته د قوانینو په رڼا کې د ستونزو د حل او په بېلا بېلو برخو کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار استيناف څارنوالۍ ريیس احمد خالد اوریا وویل، د ولسمشر د بښنې په فرمان کې هغه بندیان شامل دي چې د بند موده يې له ۵ کلونو څخه زیاته نه وي.
نوموړي زیاته کړه،د څارنوالۍ اداره د بندیانو د حقوقو د تامینولو او د بند مودې له پوره کېدو سره سم پرته له ځنډه ازادي ورکوي او په وینا یې په راتلوونکي فرمانونو کې به هغو بندیانو ته حق ورکول کېږي چې د بند په موده کې اصلاح شوي وي.
د لويې څارنوالۍ د نظارت ريیس محمد اسد ساپي له بنديانو وغوښتل، که ورڅخه د ياد تخفيف په بدل کې د څارنوالۍ او يا هم محبس هر مسوول د پيسو او يا بل امتياز غوښتنه کړې وي، ورته دې عارض شي.
د سنګرعزیزي په نامه يو تن خوشې شوي بندي وویل، په محبس کې ۵۰ سلنه بندیان د بېلابېلو دسیسو ښکار شوي او په یاده برخه کې يې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
خوشې شوو بنديانو له بند څخه په ازادېدو خوښي څرګنده او ټينګار يې وکړ چې د بند په موده کې ورسره د محبس مسوولينو ښه چلند کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن