ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هسکه مېنه کې د داعش ضد عملياتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

7 Jun 2018 - 11:57
7 Jun 2018 - 11:57

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل کړي چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.

چارواکي وايي، ياد عمليات شاوخوا شل ورځې وړاندې پيل شوي او تر اوسه په کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې؛ خو يو شمېر ملکي وګړي هم په کې وژل شوي دي.

د دغو عملياتو له سيمې اوسمهال د پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او يواځې يې خپل سرونه امن سيمو ته ايستلي دي.

بې ځايه شوي خلک وايي، هم د وسله والو په مرميو لګېدل او هم به د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو ښکار کېدل.

دوی وايي، د عملياتو له امله ګڼ شمېرکلي وران شول، خلک يې په تېښته بريالي شول او سامانونه يې د بمباريو او مرميو د لمبو له امله وسوځېدل.

۶۵ کلن حسن خان د پچيراګام ولسوالۍ د خرګي کلي اوسېدونکی دی، دی وايي چې په هسکه مېنه کې د عملياتو له امله وسله وال پچيراګام ته واوښتل  چې هلته يې د دوی ژوند په خطر کړ؛ نو ځکه دوی هم خپلې مېنې پرېښودې او امن ساحو ته کډه شول.

نوموړی اوس له خپلې کورنۍ سره د هسکې مېنې ولسوالۍ مرکز ته کډه شوی، هلته د شپولې لېسه کې له نورو کليوالو سره يوځای له سرپناه او بسترو پرته ژوند کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((نه د خوراک څه شته او نه د اغوستلو، د مکتب ملازمين دې خير اوسي، د شاګردانو سترنجۍ يې راکړي، ښځې د مکتب په کوټو کې په همدې سترنجو پرتې دي او موږ دلته بهر ناست يو، د خوراک څښاک څه نه لرو، روژه ماتی او پېشلمی راله د سيمې خلک راوړي.))

فاروق چې له خپلې کورنۍ سره کډه شوی، وايي چې په بمبارۍ کې يې دوه کوچنيان زامن او پلار ووژل شول، هغوی يې تر خاورو لاندې کړل او خپله له سيمې را وتښتېد.

د نوموړي په وينا، له خوراکي توکو څخه نيولې د کور تر پيالو، کاسو او حتی د بسترو له نه موجوديت سره مخ دي او حکومت ورسره بايد عاجلې مرستې وکړي.

د سيمې يو قومي مشر ملک غورځنګ پژواک ته وويل، شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې هسکه مېنه کې عمليات پيل شوي او روان دي؛ خو د عملياتو له امله د سيمې اوسېدونکي کور پرېښودو ته اړ شوي.

د نوموړي په وينا، يادې کورنۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او حتی د خوراک څښاک لپاره هم په لاس کې څه نه لري په ډاګونو او بيدياوو کې پراته دي او بايد حکومت ورسره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version