ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بېلا بېلو ولايتونو خلک: اوربند دې وغځول شي

9 Jun 2018 - 17:15
9 Jun 2018 - 17:15

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧ ) : د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو يو شمير اوسېدونکو د وسله والو طالبانو له خوا هم د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلى وکړ او د غځولو غوښتنه يې وکړه.

د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوربند تر اعلان وروسته، وسله والو طالبانو هم نن د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى، خو بهرني ځواکونه يې ترې مستثنى کړي دي.

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه د اختر تر پنځمې نېټې پورې وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړى، خو داعش، القاعده او نورې نړيوالې ترهګرې ډلې يې ترې مستثنى ګرځولي وو.

ننګرهار مېشتی مدني فعال او د نظر خاوند بادام ظريفي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د اوربند له دې چانس څخه ګټه پورته کړي او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، نړيواله ټولنه هم بايد د دغه اوربند هرکلی او ملاتړ وکړي او افغان حکومت دې دغه راز د اوربند د اوږدېدو لپاره زمينه برابره کړي.

د نورستان اوسېدونکی مولوي امان الله عنايت هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام غوښتنونکی دی.

دی وايي، د اوربند په دغو ورځو کې بايد حکومت او طالبان دواړه د اوربند اصولو ته ژمن پاتې شي.

د لغمان مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی ميرزا محمد وايي، ولس د جګړې له دوامه په تنګ شوي او دې اوربند ته د نوي پيغام په سترګه ګوري.

هغه له حکومت او طالبانو غواړي چې اوربند ته دې دوام ورکړي او د سولې خبرې اترې دې پيل کړي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی سيد محمد وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند اعلان دا په ډاګه کوي، چې دغه ډله هم د سولې خبرو ته لېواله ده.

د هغه په خبره، له شته فرصت څخه په استفادې بايد حکومت او وسله وال طالبان د دايمي اوربند او سولې راتلو په موخه د باور فضا په رامنځته کولو کار وکړي.

نوموړي پژواک ته وويل، سږ کال يې يو اختر دوه اخترونه شول او هيله کوي، چې دواړه لوري دې په بشپړ ډول رامنځته شوی اوربند مراعات کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version