ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د ولسي جرګې يوه بر حال وکيل د تذکرو ٩زره فورمې غلا کړي

9 Jun 2018 - 17:06
9 Jun 2018 - 17:06

تالقان (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د وګړو د احوال ثبتولو اداره وايي، د ولسي جرګې یوه استازي د پېژندپاڼو ۹ زره فورمې په ناقانونه توګه وېشلې دي.

په تخار ولايت کې د يادې له خوا د غبرګولي په ١٩مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ولايت د درېيو ولسوالیو لپاره د پېژندپاڼو ۱۰ زره فورمو ته اړتیا وه چې زر فورمې یې دغې ادارې ته راغلي، خو د پېژندپاڼو ۹زره فورمې د ولسي جرګې د یوه برحاله غړي له لوري په ځینو ولسوالیو کې وېشل شوې دي.

د دغې اعلامیې په بنسټ، په غلا وېشل شوې پېژندپاڼې بې اعتباره بلل شوې او ويل شوي چې د دغې موضوع د څېړلو لپاره به یو پلاوی تخار ولایت ته لېږل کېږي.

که څه هم د وګړو د احوال ثبتولو ادارې له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې د چا نوم نه دی راغلی؛ خو د دغه ولایت د ولایتی شورا منشي محمد اعظم افضلي پژواک ته وویل چې د پېژندپاڼو ۹ زره فورمې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي او دغې جرګې ته د احتمالي نوماند عبدالباقي ملکزاده له لوري په غلا وېشل شوې دي.

د ده په خبره، غلا شوې فورمې په اشکمش، فرخار او بنګي ولسوالیو کې وېشل شوې دي.

نوموړي زياته کړه: ((د وګړو د احوال ثبتولو اداره د پېژندپاڼو لس زره فورمې تخار ته لېږلي چې ۹زره یې عبدالباقي ملکزاده په زوره اخیستي او په فرخار، اشمکش او بنګی ولسوالیو کې یې وېشلي چې د ټاکنو په بهیر کې ښکاره تقلب او له قانون څخه سرغړونه ده.))

د همدې موضوع په تړاو، نن ولسي جرګې ته ځینو احتمالي نوماندانو هم د تخار مرکز تالقانو کې خبري غونډه را بللې وه او د عبدالباقي ملکزاده د محاکمې او له هغه څخه د نوماندۍ حق اخیستلو غوښتنه یې وکړه.

یوه احتمالي نوماند محمد نادر نوري وویل چې عبدالباقي ملکزاده باید د ۹زره پېژندپاڼو د غلا په تور محاکمه او لخ نوماندۍ څخه بې برخې کړای شي.

نوري د پرېکړه لیک په لوستلو د پېژندپاڼو د وېشلو بهیر له درغلیو ډک وباله او زیاته یې کړه: ((د وګړو د احوال ثبتولو ادارې څخه د ۹ زره پېژندپاڼو غلا کېدل، د پېژندپاڼو د وېش په بهیر کې ښکاره درغلي او د پېژندپاڼو د وېشلو په بهیر کې د نامسووله وسله والو ښکاره مداخله د اندېښنې وړ دي چې ټاکنیز بهیر باندې ناوړه اغېز ښندي.))

په ولسي جرګه کې د تخار استازي عبدالباقي ملکزاده  بیا پژواک سره په خبرو کې یادې څرګندونې د ځان لپاره دسیسه بولي او زیاتوي چې ده یوه پېژندپاڼه هم په غیر قانوني توګه نه ده وېشلې.

دى زياتوي: ((دا ناسالمې سیالۍ دي، ما هیڅ پېژندپاڼه نه ده وېشلې، پر ما تورونه لګول شوي، دا بې بنسټه دي.))

خو د تخار اعتراض کوونکو احتمالي نوماندانو ګواښ وکړ چې که د ټاکنو کمیسیون د عبدالباقي ملکزاده نوم په تور لیست کې شامل نه کړي، دوی به د لوی اعتراض په ترڅ د ټاکنو د کمسیون دروازه وتړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version