ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو دملا رسول ډلې هم داوربند اعلان وکړ

9 Jun 2018 - 20:47
9 Jun 2018 - 20:47

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۷) د طالبانو دملا رسول ډلې هم له افغان حکومت سره د اور بند اعلان کړی دی.

ددغې ډلې لخوا د غبرګولي په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی هم دروژې او اختر په ورځو کې له حکومت سره داوربند پریکړه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې دوی هم پر خپلو وسله والو غږ کړی، چې تر نامعلومې مودې پورې به له حکومت سره اوربند وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان شخړې هواری په بین الافغاني خبرو اترو کې ده .

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې له اوویشتمې څخه د روژې تر پنځمې پورې د اوربند اعلان کړی و، خو دداعش او القاعده ډلې به ترې مستثنی وي.

دغه راز نن د ملا هیبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې هم داختر په دریو ورخو کې داوربند اعلان کړی دی.

پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالرحمن نیازي هم د جګړې د ښکيلو خواوو لخوا داوربند هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې، چې ددې اوربند په برکت په هیواد کې دایمي سوله رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version