هرات- ښرنه- کندوز- قلعه نو – سرپل - کندهار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٧): په کندوز، هرات، بادغيس، پکتيکا، سرپل او کندهار کې د طالبانو په بريدونو کې ٩٣ افغان ځواکونه وژل شوي، ٣٤ ټپيان دي، ٨ تنه نادرکه دي او ٤ نور طالبانو له ځان سره بېولي دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي امين الله ايدين پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قلعه ذال ولسوالۍ په کلوخ تېپه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې ٢٤ سيمه ييز پوليس په کې وژل شوي او وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.
له بلې خوا د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د زاول ولسوالۍ د عزیز اباد په سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستې ډله ییز برید کړی، چې د ملي اردو ۱۷ سرتېري په کې وژل شوي او یو تن ټپي دی.
همدارنګه په بادغیس کې هم نهه پولیس وژل شوي دي.
په بادغيس کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د بالامرغاب ولسوالۍ د موريچاق په سيمه کې د يادو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې نهه سرحدي پوليس په کې وژل شوي او ٧ نور ټيپان دي.
بل پلو د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن سُچه خان د غبرګولي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سرروضې ولسوالۍ پر سرحدي پوستې بريد کړى، چې پنځه پولیس په کې وژل شوي، يو ټپي دى او څلور پوليس طالبانو له ځان سره بېولي دي.
په سرپل کې هم د عامه نظم ١٣ پوليس وژل شوي دي. د دې ولايت د ولايتي شورا غړي محمد اصف صادقي، پژواک ته وويل چې تېره شپه د سرپل په مرکز ادرنګ سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ١٣ د عامه نظم پوليس وژل شوي او ١٥ نور ژوبل دي.
دغه راز د کندهار په شاولیکوټ کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.
يوې باوري امنيتي سرچينې، پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګيتان سيمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه بريد کړى چې ۲۵ د ملي اردو سرتېري په کې وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان شوي او ۸ تنه نور نادرکه شوي دي.
افغان ځواکونو په داسې حال کې دغه مرګ ژوبله اوړي چې څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې مبارکې مياشتې له ٢٧مې د اختر تر پنځمې نېټې پورې له طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ.
تر دې وروسته نن طالبانو هم د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د جګړې نه کولو اعلان کړی، خو ويلي يې دي چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد به جګړه دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن