ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له وخته مخکې ټاکنيزې مبارزې د ولسي جرګې د ناستو نه ترسره کېدو لامل ګرځي

11 Jun 2018 - 13:59
11 Jun 2018 - 13:59

 کابل(پژواک،۲۱غبرګولی۹۷): د ولسي جرګې ځينې غړي له وخته مخکې ټاکنيزو مبارزو په نيوکې سره وايي چې د جرګې نننۍ عمومي ناسته ځکه ترسره نه شوه چې ددغې جرګې ډېری غړي د قانون خلاف پر خپلو ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي.

د وضع شويو اصولو له مخې، د شنبې، دو شنبې او چهار شنبې په ورځو ولسي جرګه او يکشنبې او سه شنبه ورځو د مشرانو جرګې عمومي ناستې ترسره کېږي او د هرې جرګې کمېسيونونه په هغو ورځو کې خپلې ناستې ترسره کوي چې عمومي ناستې نه وي.

 نن د ولسي جرګې ناسته ترسره نه شوه. د غويي په ۲۶مه او ۳۱مه هم د يادې جرګې عمومي ناستې نه وې ترسره شوې.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي نن د ملي شورا په انګړ کې رسنيو ته وويل چې شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې د ولسي جرګې په عمومي ناستو کې نصاب پوره نه وي او د جرګې ډېری غړي خپلو ولايتونو ته د ټاکنيزو کمپاينونو لپاره تللي دي.

 هغه د ولسي جرګې اداري پلاوی او ځينې غړي د خلکو پروړاندې پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل:" که په کمېسيونونو کې کار وشي، ډېر موضوعات شته چې په اجنډا کې شامل شي، خو له بده مرغه چې ځيني غړي پر خپلو کمپاينونو مصروف دي او په ملي شورا کې کار بند شوی دی."

 د يادونې ده چې د ولسي جرګې ډېری غړو ځانونه ددغې جرګې راتلونکې غړيتوب لپاره نومولي دي. ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست هم د شورا په انګړ کې له خبريالانو سره په خبرو کې ددغې جرګې په عمومي ناستو او کمېسيونونو په ناستو کې د ډېر شمېر وکيلانو پر نه شتون نيوکه وکړه او ويې ويل:" د حکومت مشرانو او د ملي شورا غړو ته د خلکو ژوند ارزښت نه لري، هغوی پر خپلو سوداګريو بوخت دي او د بې چاره ملت په فکر کې نه دي چې ۱۶ميليون نه د بې وزلۍ کرښې ښکته ژوند کوي."

هغه زياته کړه چې د ولسي جرګې ډېری غړي د قانون خلاف پر خپلو ټاکنيزو مبارزو بوخت دي او له همدې امله ځينې عمومي ناستې لغوه شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د مهال وېش له مخې، د ولسي جرګې د نوماندانو لپاره د ټاکنيزو مبارزو وخت، د تلې له ۶مې تر ۲۵مې او د ولسواليو شورا ګانو د نوماندانو لپاره د تلې له ۱۱مې تر ۲۵مې ټاکل شوی دی.

بشردوست زياته کړه چې بايد ملي شورا د ټاکنيزو مبارزو د وخت تر ختمېدو پورې تعطيل شي او د ولسي جرګې د غړو تنخواګانې بندې شي، ځکه ددغه جرګې ډېری غړي پر خپلو ټاکنيزو مبارزو بوخت دي.

 د هرات د خلکو استازي فاروق مجروح هم پردې باور دی او ويې ويل چې خلک بايد د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو پورې د ملت له کور څخه د کار او خدمت هيله ونه لري، ځکه ددغې جرګې ډېری غړي د قانون خلاف پر خپلو ټاکنيزو کمپاينونو مصروف دي.

 د هېواد د ټاکنو د قانون له مخې،ددولت هغه کار کوونکي چې غواړي د ولسي جرګې او يا ولسواليو شوراګانو څوکيو ترلاسه کولو لپاره ځانونه ونوموي، بايد له خپلو دندو څخه استعفا ورکړي، خو د اساسي قانون د ۸۳مې مادې له مخې، د جرګې اوسني غړي له دې خبرې څخه وتلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version