ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال صدقه فطر ٦٠ افغانۍ ده

12 Jun 2018 - 12:27
12 Jun 2018 - 12:27

کابل (پژواک، ٢٢  غبرګولى ٩٧) : ديني علماء وايي چې په بازار کې د غنمو د ورځې د بيې په  حساب سږ کال صدقه فطر ٦٠ افغانۍ ده.

د صدقه فطر  د اندازې په اړه  د علماوو ترمنځ اختلافات دي، حضرت محمد(ص) يو صاع يا پيمانه ښودلې ده چې د جمهورو علماوو په نزد خوردکم يو چارک يا يوه کيلو او ٨٠٠ کيلو ګرامه اټکل کېږي.

د افغانستان د سترې محکمې د دارالافتاء رييس مولوي صديق الله مسلم تېر کال پژواک اژانس ته ويلي و، ډېرو علماوو پر دې اتفاق کړى چې ياده پيمانه له خوردکم يو چارک سره برابره ده.

هغه زياته کړې وه، د شريعت له مخې مميز، خرما، غنم او اوربشې بايد د صدقه فطر په توګه ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې غنم ډېر مروج دي، نو بايد خوردکم يو چارک (يو کيلو او اته سوه ګرامه) غنم د يوه نفر  پر سر ورکړل شي.

مولوي مسلم زياته کړې وه، چې د کابل په ښارونو کې د غنمو له ورځنۍ بيې سره سمه دې صدقه فطر ورکړل شي.

د کابل  په  ميرويس ميدان (کوټه سنګي) سيمه کې د خوراکي توکو پلورنځي مسوول عبدالله مروت د غبرګولي په ٢٢ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يو  من ( اووه کيلوګرامه ) وطني غنم په ٢٤٠ افغانۍ دي.

هغه زياته کړه، د خوردکم يو چارک غنمو بيه شاوخوا ٦٠ افغانۍ کېږي.

ديني عالم قاضي محمد حسن حقيار وايي، له فقيرانو او بېوزلو سره د ښې مرستې په توګه بايد شتمن خلک مميز او يا هم خرُما (نيم من يا څه کم څلور کيلوګرامه) ورکړي.

په بازار کې د نن ورځې د اوسط  ممېزو د ورځنۍ بيې له مخې، ديوتن پر سر اووه سوه افغانۍ او د خرما د ورځنۍ بيې له مخې ديوتن پر سر ٥٠٠ افغانۍ بايد ورکړل شي.

حقيار وايي، صدقه فطر د فقيرانو او بېوزلو حق دى، خو که چېرې په خپلوانو کې يې دغه خلک وي، نو بيا د لومړيتوب دغه حق د اقرباوو دى.

د نوموړي په وينا، شتمن خلک او هغه خلک چې وسه يې لري، بايد د ممېزو او خرما په حساب صدقه فطر ورکړي، ترڅو يې غريبو او بې وزلو ته ډېره ګټه ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version