ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سندرغاړي: نا امنیو مو روزګار را خراب کړی

15 Jun 2018 - 16:13
15 Jun 2018 - 16:13

جلال اباد (پژواک ٢٥غبرګولی ۹۷): د ننګرهار يو شمېر سندرغاړي او هنرمندان وايي، ولسواليو کې د امنيت خرابوالي يې په کاروبار منفي اغېز کړی او تر ډېره يې څوک ولسواليو ته د ودونو لپاره نه بیايي.

دوی وايي، يوازې د جلال اباد ښار او نږدې څو ولسواليو کې يې کارونه رامحدود شوي چې له اقتصادي مشکلاتو سره يې مخ کړي دي.

د جلال اباد ښار د ملنګ جان واټ په يوه څنډه کې د زوړ مارکېټ څو زړې او تيارې کوټې د سندرغاړو دفترونه دي.

دوی وايي، د دغو تيارو خونو کرايه کمه ده؛ نو ځکه يې همدا ځايونه کرايه کړي او د خپل هنر مينه وال په کې پيدا کوي.

په دغو دفترونو کې يو هم د څاروان منور دی، هغه چې له پلاره (منور استاد) څخه ورته دغه هنر په ميراث کې پاتې دی. دوه ورېرونه او دوه نور وروټه يې هم په همدغه مسلک مصروف دي.

د دوی د ټولو اقتصادي وضعيت خراب دی او وايي، يوازې يو وراره يې پاڅون منور يو څه ډېر مينه وال لري او ودونو ته ډېر بیول کېږي.

څاروان منور پژواک اژانس ته وويل، کوم دولتي معاش او بل کوم عايد نه لري او يوازې د ودونو پر مهال د سندرو ويلو ګټې ته ناست دي چې ډېر کله دا هم نه وي.

دی وايي، ډېری وخت خو د هنرمندانو اقتصادي وضعيت دومره خراب شي چې د موسيقۍ الات په کور کې کېږدي او ورځ مزدوري شروع کړي.

نوموړی زياتوي: ((ستونزه ټوله په ولسواليو کې د امنيت خرابوالی دی، موږ به پخوا چېرې يوه نيمه شپه په کور و، نور به کله خوږياڼو، کله شينوارو کله چپرهار او کله نورو ځايونو ته تللو، هلته به مو پروګرامونه کول چې اوس د امنيت نشتوالي له امله له ښاره بهر نه شو تللی.))

د منور په وينا، اوس يوازې جلال اباد ښار، کامې، بهسودو، ښېوې، دره نور او سره رود ولسواليو ځينو برخو ته د پروګرامونو لپاره تللی شي او نورې ټولې ولسوالۍ ترې د امنيت له امله پاتې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په پخوانيو حکومتونو کې هنرمندانو ته هم معاش ورکول کېده او هم به کوپون او دوی يوازې د موسيقۍ مخې ته وړلو ته اوزګار و؛ خو اوس اول د ډوډۍ غم او بيا د موسيقۍ.

د ګل احمد ولي په نوم يو بل سندرغاړی هم همدا خبرې کوي او وايي، تر هغه وخته چې سندغاړو ته دولتي معاش برابر نه شي، ستونزې يې نه شي هوارېدای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version