ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د غني خېلو سرپرست ولسوال په يوه بريد کې ووژل شو

18 Jun 2018 - 11:39
18 Jun 2018 - 11:39

جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د غني خېلو ولسوالۍ سرپرست ولسوال د وسله والو په يوه بريد کې ووژل شو او يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، معلومه نه ده چې بريد وسله والو طالبانو کړی او که داعش ډلې خو وايي، مقابل لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د مارکو فارم په سيمه کې د دغې ولسوالۍ سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب د وسله والو په بريد کې ووژل شو.

هغه زياته کړه، نوموړى په داسې حال کې چې له ښاره د خپل کارځای پر لوري روان و، د وسله والو تر بريد لاندې راغلی چې ساتونکو يې له وسله والو سره مقاومت هم کړی؛ خو په بريد کې ولسوال وژل شوی او يو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې بريدګرو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دى څرګند .

هغه وايي، دا لا روښانه نه ده چې بريد داعش او که طالب وسله والو کړی خو وايي، په تړاو يې پلټنې روانې دي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version