کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٧): د اسلام ددوو سترو جوماتونو حرمين الشرىفين امامانو نن د جمعې د لمانځه په خطبو کې د افغانستان د سولې لپاره دعا وکړه.
دا په تېرو ١٧ کلونو کې لومړى ځل دى، چې د په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د جمعې د خطبو پر مهال د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې دعا کېږي.
په حرمينو کې د جمعې دغه خطبې نن د افغانستان، سولې او ورورولۍ لپاره ځانګړې شوې وې دواړو علماوو پر همدې موضوع ګانو خپلې خطبې وويل.
په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام او د حرمينو الشريفينو د ادارې مشر شيخ عبدالرحمن السديس د روژې او کوچني اختر په تېرېدو مسلمانانو ته مبارکي ورکړه.
هغه زياته کړه، چې اسلامي شريعت پر ورورولۍ ټينګار او د مسلمانانو ترمنځ يې نفاق او تفرقه سخته منع ګرځولې ده.
شيخ سديس د جمعې په خطبه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره دعا وکړه او ويې ويل چې الله تعالى دې دوى د سولې په هلو ځلو کې بريالي کړي .
نوموړي له افغانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد د ښې راتلونکي لپاره کار وکړي او د خپل هېواد ګټې تر شخصي ګټو مخکې شي.
شيخ سديس د تير کوچني اختر پر مهال د افغان لوريو ترمنځ د اوربند هرکلى وکړ خو ددې اوربند دغځولو غوښتنه يې وکړه.
هغه زياته کړه، چې د سعودي حکومت او خلک له کلونو راهيسې د افغانانو ملاتړ کوي او اوسنى بادشاه سلمان بن العزيز په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه لري.
بلخوا په مدينه منوره کې د مسجد نبوي امام شيخ دوکتور عبدالله بن عبدالرحمن البعيجان هم نن د جمعې په خطبه کې د افغانستان د سولې لپاره دعا وکړه او دتېر اختر پر مهال ددواړو لوريو ترمنځ د اوربند هرکلى وکړ.
هغه ټول افغانان مخاطب کړ او د سولې او ورورولۍ په اړه يې د قران کريم ځينې ايتونو وړاندې کړل.
شيخ عبدالله وويل، چې د مسلمانانو د وينو د توييدنې د مخنيوي لپاره له ځېنو خبرو تيريدل ، لوى مصلحت او لوى اجرونه لري .
نوموړي له افغان حکومت او وسله والو مخالفينو غوښتي، چې د خپلو خلکو د وينې تويېدنې مخه ونيسي او خپلو منځو کې سوله وکړي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن