ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احتمالي نوماندانو نوملړ به تر راتلونکو درې ورځو اعلان شي

25 Jun 2018 - 15:29
25 Jun 2018 - 15:29

کابل(پژواک، ۴ چنګاښ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون به تر راتلوونکو درې ورځو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو لېست اعلان کړي.

د یاد کمېسیون غړي سیدحفیظ الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کمېسیون شپه او ورځ هڅه کوي تر څو له ټاکل شوې نېټې سره سم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو نوملړ د چنګاښ په ۷ مه اعلان کړي.

 سره له دې چې نوموړي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته له شپږو ولایتونو څخه د راتلونکو ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندانو د نوملړ ځنډېدل د دغه کمېسیون لپاره په ټاکلي نېټه د احتمالي نوماندانو د نوملړ د اعلانولو پر وړاندې اساسي ستونزه یاده کړه؛ خو زیاته یې کړه چې دوی شپه او ورځ هڅې کوي تر څو د مهال وېش له مخې عمل وکړي.

 هاشمي وویل: ((تر دې مهاله د کابل هوايي ډګر ته د شپږو ولایتونو اسناد رارسېدلي چې دوی تر اوسه هم ورته لاس رسی نه لري.))

په داسې حال کې چې نوموړي د دغو ولایتونو نومونه مشخص نه کړل؛ خو له دولت او اړونده چارواکو یې وغوښتل تر څو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي د معلوماتو له مخې د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې بهیر ته ۱۰۰۳۱ تنو د نوماندۍ فورمې تر لاسه کړې دي چې له دې ډلې ۶۱۸۵ تنو له نوم لیکنې او د مراحلو تر طی کولو وروسته بېرته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته فورمې سپارلې دي.

نوموړي وويل، د هغو کسانو له ډلې چې فورمې یې بېرته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارلې دي ۲۴۴۵ تنه د ولسي جرګې لپاره احتمالي نوماندان او ۳۷۳۱ تنه د ولسوالیو شوراګانو ته نوماندان دي ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون به یې د اسنادو تر ارزونې وروسته د احتمالي نوماندانو نوملړ د چنګاښ د میاشتې په ۷ مه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو له قوله، تر اوسه له ۷ ميلیون ډېرو کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده .

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د تلې د میاشتې په ۲۸ تر سره شي. د نوم ليکنې د پروسې دوه مرحلې( د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې نوم لیکنه) پای ته رسېدلې؛ خو په کلیو کې د چنګاښ تر ۱۵ مې دوام لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version