کابل (پژواک،٤چنګاښ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د راتلوونکو ټاکنو لپاره غزني ولايت په درېيو ټاکنيزو حوزو و وېشل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر ډېرو بحثونو او مشورو وروسته غزني ولايت په درېيو ټاکنيزو حوزو و وېشل شو.
د هغه په وينا، دغه پرېکړه نن د ټاکنو کمېسيون، ولسمشرۍ، اجراييه رياست، شکايتونو کمېسيون، سيمه ييزو ارګانونو، مرکزي احصايې، امنيتي ارګانونو او نورو اړوندو ادارو د استازو په حضور کې وشوه.
هغه وايي: (( يو پلاوى مخکى غزني ته استول شوى و، هلته يې هم له خلکو او اړوندو ارګانونو سره په دې اړه خبرې کړې وې او هغوى هم همدغه مشوره ورکړې وه چې دغه ولايت کې بايد ټاکنې حوزوي شي.))
ابراهيمي وايي چې د غزني د نفوس په پام کې نيولو سره به وروسته دغه درې حوزې مشخصې شي.
د يادونې ده چې يو شمېر اعتراض کوونکو له دوه مياشتو راهيسې په غزني کې د ټاکنو کمېسيون دروازې مخ ته د اعتراض خېمه درولې ده او د کمېسيون دروازه يې د هر ډول فعاليت پر وړاندې تړلې ده.
دغو اعتراض کوونکو پر له پسې توګه ټينګار کاوه چې په دې ولايت کې بايد ټاکنې په حوزوي ډول ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسيون هر ولايت يواځې يوه ټاکنيزه حوزه اعلان کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن