ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلرېز کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده

25 Jun 2018 - 17:01
25 Jun 2018 - 17:01

کابل(پژواک، ۴ چنګاښ ۹۷): د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍکې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د دولت وسله والو مخالفينو دوه ورځې مخکې په دغه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر ضد جګړه پيل کړې ده.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو وړمه ورځ په دغه ولسوالۍ کې يو شمېر پوستې نيولې او د عامه نظم پوليسو يو شمېر کسان هم ورته تسليم شوي وو.

د ملي دفاع وزارت وياند بريد جنرال محمد رادمنش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې جلريز ته تازه دمه سرتېرې استول شوي او اوس (غرمه مهال)  هلته د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د دولتي ځواکونو عمليات دوام لري.

دى وايي چې د يادې ولسوالۍ په زيولات سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره د دولتي ځواکونه جګړه روانه ده.  

د جلريز ولسوالۍ د زيولات سيمې اوسېدونکي عبدالقدير ملاخېل نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه پژواک ته وويل چې دا مهال  په دغه سيمه کې لا هم د عامه نظم يوه پوځي قرارګاه د وسله والو طالبانو په محاصره کې ده او جګړه روانه ده.

هغه وايي:" کوم کمکي کتار چې له ميدان ښار څخه رالېږل شوى، د ولايت د مرکز اړوند د شهيدانو او ملاخېلو په سيمو کې له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې دى."

دی زياتوي، پوځي الوتکو او چورلکو هم بمباري کړې او تلفات هم لري، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

 د ملي دفاع وزارت وياند وايي، تېره ورځ د ميدان وردګو د جلريز په ولسوالۍ کې د ملي اردو د ټولي يو قوماندان وژل شوی او درې نور سرتېرې ټپيان دي.

د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، ميدان وردګو، فارياب او بادغيس ولايتونو کې ۷۲ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه ونه ويل چې د يادو ولايتونو په دغو نښتو کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version