ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل د ولايتي شورا دفتر وتړل شو

26 Jun 2018 - 16:03
26 Jun 2018 - 16:03

کلات (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٧) : د زابل د ولايتي شورا دفتر د ميرويس نيکه په اړه ددغې شورا د رييس د سپکو څرګندونو په غبرګون کې وتړل شو.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې داسې غږونه خپاره شوي چې ګوندې د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حقبيان ملي مشر او د هوتکو قوم مشر ميرويس نيکه ته له سپکاوي ډک الفاظ کارولي دي.

د زابل د ولايتي شورا وکيلانو او عامو خلکو هم د چنګاښ په ٥ مه، تر يوې اعتراضيه غونډې وروسته د ولايتي شورا دروازې وتړلې او پرحکومت يې غږ وکړ چې دا موضوع جدي وڅېړي.

د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ خبريالانو ته وويل،وروسته تر هغه چې عطاجان قوم او ملي مشر ته سپکاوی وکړ؛ نور دوی نه غواړي  چې د ولايتي شورا دفتر  پرانيستى وي.

د هغه په وينا، دروازه به تر هغه تړلې وي، څو پورې چې دغه موضوع نه وي څېړل شوې.

نوموړي وويل، دوی غواړي له حکومت او نورو ولسونو سره په ګډه دغه مهمه موضوع حل کړي.

پر همدې مهال د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي چې په کلات ښار کې راغونډ شوي وو،  وايي چې د ملي او د افغانستان د يوه وياړلي قوم سپکاوی هېڅکله ورته د منلو وړ نه دی او په دې برخه کی به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي.

د حبيب الله په نامه د کلات ښار يو تن اوسېدونکي وويل، حکومت بايد د شورا رييس له دندې لرې او له قانون سره سمه سزا ورکړي .

خلکو وويل چې ميرويس نيکه د يوه قوم نه،بلکې د ټولو افغانانو مشر دی او د زابل ټول قومونه يې په سپکاوي خپه دي.

تېره اوونۍپه کابل کې د هوتکو قوم مشرانو هم د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د زابل د ولايتي شورا د رييس دغه څرګندونې غندلې وې.

خو د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان په خپلې فېسبوکپاڼه کې ويلي چې جوړ شوى غږ جعلي او سياسي دسيسه ده، ملي قايد ميرويس نيکه د يوه قوم نه، بلکې د ټول هېواد مشر و.

هغه ليکلي:" داچې په ټولنيزو شبکو کې زما په نوم جوړ شوی جعلي غږ / ويډيو کښته او پورته کېږي، دا په ما پورې هېڅ اړه نه لري، زه هېڅکله ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې زموږ ملي مشر او درانه قوم (هوتک) ته سپکې سپورې ووايم، دا هرڅه زما پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده ، په اوسنۍ عصري نړۍ کې جعلي ويډيو، غږ، انځور جوړېدل ممکن دي، دا کار هغو کسانو کړی چې زما له راتلونکي څخه په وېره کې دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version