ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غنی: په پوهنې وزارت کې فساد د نسلونو د له منځه تلو لامل کېږي

28 Jun 2018 - 14:28
28 Jun 2018 - 14:28

 کابل(پژواک،۷چنګاښ۹۷): ولسمشر غني په پوهنې وزارت کې د فساد شتون د نسلونو د هیلو له منځه وړل وبلل او ټينګار یې وکړ چې حکومت ژمنه کوي چې د ټولو ادارو د کارکوونکو د جذب بهیر به روڼ وي.

 ولسمشر غني نن په کابل کې د ښوونکو، ۵ او ۶ بستونو د ټولیزې ازموینې پر مهال وویل، واسطه د هېوادوالو تر منځ نه برابري ده، خو ازاده سیالي بیا د ټولو هلکانو او نجونې تر منځ برابري ده.

 نوموړي زیاته کړه: (( زموږ ژمنه داده چې ټولو دولتي ادارو ته د کارکوونکو د جذب پروسه په شفاف ډول تر سره شي.))

 ولسمشر وايي، په نورو ځایونو کې فساد ممکن د څو پیسو د لګښت لامل شي، خو په پوهنې وزارت کې فساد د نسلونو د له منځه تلو لامل کېږي، نو له دې امله پرېکړه شوې چې دښوونکو د جذب په بهیر کې باید پوره روڼوالی موجود وي.

 نوموړي د ښوونکو د بستونو لپاره سیالۍ کوونکو ته په خطاب کې وویل: (( زموږ ژمنه داده چې د هېواد راتلونکې تاسو ته وسپارو، موږ باور لرو چې تاسو به د افغانستان راتلونکي نسلونه داسې وروزئ چې په افغانستان کې به بنسټیز بدلونونه رامنځ ته کړي.))

نوموړي د یادې ټولیزې رقابتي ازموینې په سیالۍ کې له ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او ویې ويل: ((زه ځکه له تاسو څخه مننه کوم چې تاسو په خپل فکر او خپلو مټو راتلونکي نسلونه روزئ، که تاسو باور ونه کړئ او په ياد بهیر کې ګډون ونه ګړئ نو دغه بهیر به بې پایلې وي.))

  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې رییس چې په دغو مراسمو کې يې ګډون درلود وویل، د ښوونکو،۵ او ۶ بستونو ټولیزه ازموینه د ښوونکو په جذب کې د لاس وهنو د مخنیوي، له سیاسي نفوس څخه د مخنیوي، د عدالت رامنځ ته کولو او د ښوونکو د بستونو د پلورلو د مخنیوي په پار اخیستل کېږي.

دی وایي، د لومړي ځل لپاره تر ۱۸ زره ډېر بستونه سیالۍ ته وړاندې شول او د ۸۰ زره مېرمنو په ګډون له ۲۸۰ زرو ډېرو کسانو په کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په خبره، د یاد  نوښت له امله په ملکي ادارو کې خدمتونه غوره بلل شوي دي.

 هغه وايي، په دغه سیالۍ کې د ښځو ونډه زیاته ده او د نارینه وو په اندازه به ښځې هم په دې سیالۍ کې بریالۍ شي او د تازه ښوونکو ۵۰ سلنه به ښځې وي.

 نوموړی دغه سیالي د هېواد په تاريخ کې بې ساري بولي او هیله من دی چې د یادې سیالۍ له لارې به خلک ملکي ادارو ته په لار پیدا کولو سره بدلون رامنځ ته کړي.

 د لوړو زده کړو وزیر خواجه نحیب الله عمري هم یاد بهیر ملکي ادارو ته د حذب  روښانه انځور بولي او وايي، په تېرو درې میاشتو کې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ۱۵ زره کارکوونکي ملکي ادارو ته د کانکور له لارې نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version