ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو سیاسي او جهادي څېرو زامنو ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې دي

30 Jun 2018 - 18:29
30 Jun 2018 - 18:29

کابل (پژواک، ۹چنګاښ ۹۷): د ولسي جرګې ټاکنو نوماندانو لومړنی نوملړ ښيي چې د ځینو سیاسي او جهادي څېرو، د حکومت د پخوانیو چارواکو زامنو او د رسنیو ځینې فعالان هم له کابل څخه ولسي جرګې ته کاندید دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، پرون له شپږو ولایتونو څخه د ولسي جرګې ټاکنولپاره د کاندیدانو لومړنی لېست خپور کړ چې د دې نوملړ په اساس، له کابل څخه ۷۷۶ تنه لومړني نوملړ کې شامل شوي؛ خو ۷ کسان د اسنادو نه بشپړتیا له امله، نه دي توانېدلي چې د نوماندانو لومړني نوملړ ته لار ومومي.

 د لومړني نوملړ له مخې، له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته ۷۴۰ نوماندان خپلواک او ۳۶ نور یې په ګوندونو او سیاسي جریانونو پورې اړوند دي.

د سیاسي اوجهادي څېرو اولادونه:

د پخوانیو جهادي مشرانو له ډلې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمال الدین حکمتیار، دعبدالرسول سیاف زوی حبیب الرحمان سیاف، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق زوی باقرمحقق، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي زوی محمدعالم خليلي، د سیاسي څېرې جنرال دین محمد جرات زوی احمدتمیم جرات، د افغانستان اسلامي حرکت ګوند مشر سیدحسین انوري زوی سیدمهدي انوري له کابل ولایت څخه د ولسي جرګې ټاکنو لومړني نوملړ کې شامل دي.

 رسنیزفعالان

بکتاش سیاوش، جبران،سمیع الله مهدي، سلیم پویا، فیضي جدراڼ، صالحه سعادت، عبدالامین حقجو، فواد امان، محمداصغر وکیل پوپلزايي، محمد فهيم هاشمي، محمد هارون معترف، مریم سما، مسلم شېرزاد، میرویس ستانکزی، نورالرحمن اخلاقی، ویدا ساغري، عنایت الله دیدار، سیداصغراشراق، عبدالقادرهوتخېل، محمدعالم خیلی او... رسنیز فعالان دي چې له کابل څخه یې ځانونه نوماند کړي دي.

 پخواني حکومتي چارواکي

د کرنې پخوانی وزیر اسدالله ضمیر، داطلاعاتو او فرهنګ مخکنی وزیرسیدمخدوم رهین، د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال، تمیم نورستاني او سلیم کندوزي د نورستان او ننګرهار مخکني والیان، د حکومت له پخوانیو چارواکو څخه دي چې له کابل څخه د ولسي جرګې ټاکنو لومړني نوملړ کې شامل دي.

 د ولسي جرګې او ولایتي شورا اوسني غړي

د ولسي جرګې د ډېری ولایتونو ځینو غړو د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو لپاره له کابل څخه ځانونه کاندید کړي دي او لږ ترلږه  د ولسي جرګې لس غړي چې د کابل حوزې په لومړني لېست کې شامل دي، د ولسي جرګې برحاله غړي دي چې له ولایتونوڅخه استازولي کوي.

 د هرات برحاله استازی احمدبهزاد، د اروزګان موجوده استازی عبیدالله بارکزی، د غزني اوسنۍ استازې شاه ګل رضايي، د کندهاربرحاله استازی عبدالرحیم ایوبي، د میدان وردګو موجوده استازي غلام حسین ناصري،د نیمروز ولایت برحاله استازې فرشته امیني، د لغمان دخلکو اوسنی استازی محمد حسن مموزی، د کوچیانو برحاله استازی محمدنذیراحمدزی، د بلخ اوسنی استازی مولوی عبدالرحمان رحماني او جرګه کې د کوچیانو برحاله استازې هیلۍارشاد له کابل څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version