ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر هغو وکیلان چې قومي نفاق ته لمن وهي باید انضباطي تدابیر پرې تطبیق شي”

30 Jun 2018 - 16:55
30 Jun 2018 - 16:55

 کابل (پژواک،۹ چنګاښ ۹۷): د ولسي جرګې نننۍ غونډه کې دغزني ټاکنو د بهیر په اړه د قانوني اقداماتو او د دې جرګې پر هغو غړو د انضباطي تدابیرو د تطبیق باندې ټینګار وشو چې قومي بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

د ولسي جرګې د چنګاښ د شپږمې نېټې غونډه، غزني ولایت کې د ټاکنو پرڅرنګوالي د ولسي جرګې د  دوو غړو (پدرام او کمال صافي) ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ګډوډه شوه.

 په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي عبداللطیف پدرام ویلي و چې غزني ولایت کې په حوزو د ټاکنو وېش په اړه د ټاکنو کمېسیون پرېکړه د قانون خلاف ده او ځینې ((فاشیستان)) په دې ډول پرېکړو هېواد د کړکیچ لور ته بيايي او په نورو قومونو د برلاسۍ په هڅه کې دي.

خو په ولسي جرګه کې دکندوز دخلکو استازي کمال صافي په داسې حال کې چې په ملي یووالي یې ټینګارکاوه،وویل چې پدرام تل د ملي ګټو خلاف څرګندونې کوي او قومونو ته سپکاوی کوي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون، دوشنبه د (چنګاښ څلورمه) غزني کې په حوزو د ټاکنو وېش په تړوا د یاد ولایت یو شمېر معترضو اوسېدونکو په غوښتنه چې د ټاکنو ولایتي دفتر یې د دوو میاشتو لپاره تړلی و، اعلان وکړ چې غزني په ټاکنیزو حوزو وېشل شوی او د ولسي جرګې لپاره د دې ولایت ۱۱ څوکۍ په درې ټاکنیزو حوزو وېشل شوې دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه ترسره کېږي چې په دې ټاکنوکې له غزني پرته، بل هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده.

 د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي د جرګې نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې ځینو غړو په وړاندیز پر هغو کسانو د داخلي دندو اصولو تطبیق په اړه چې په تالار کې قومی نفاق ته لمن وهي، وویل چې په ولسي جرګه کې قانون تر پښو لاندې کول په یو فرهنګ بدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه،کله چې اداري پلاوی پرېکړه وکړي څو د جرګې پر یو غړي د داخلي دندو اصولو له مخې انضباطي تدابیر تطبیق کړي، د اداري پلاوي پر وړ اندې جبهه رامنځ ته کېږي.

 هغه جرګې ته په خطاب کې وویل: (( ولسي جرګه قومي، ژبني او سمتي اختلافاتو ته د لمن وهلو ځای نه دی ،  نور نو باید د دې کور حیثیت ته زیان وا نه ړو.))

د جرګې رييس، ټاکنې یوه ملي پروسه یاده کړه له حکومت  او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه یې غوښتنه وکړه چې دغزني ټاکنوله بهیرسره دې قانوني عمل وکړي؛ له دې پرته به حکومت او د ټاکنو کمېسیون مسوول وي.

هغه وویل چې د ټاکنو له ملي بهیرسره باید دوه مخی چلند ونه شي؛ ځکه دا ډول چلند به ستونزې و زېږوي.

په دې جرګه کې د غزني د خلکو استازو هم ویل چې په ټاکنوکې باید د غزني له ولس سره دوه ګونی چلند و نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version