ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت ملکي مرګ ژوبله کمه وه

1 Jul 2018 - 12:44
1 Jul 2018 - 12:44

کابل (پژواک، ١٠چنګاښ ٩٧) : د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې تېره مياشت د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د جګړې له امله۵۱۳ تنه وژل شوي او ټپیان دي، په دغه مرګ ژوبله کې  ١٥٨ کسان وژل شوي او ۳٥٥ نور ټپیان دي.

دغه ګروپ وايي چې د ۲۰۱۷ کال د جون مياشتې په پرتله  په سږني جون کې ملکي مرګ ژوبله نيم په نيمه را ټيټه شوې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د جګړې له امله۵۱۳ تنه وژل شوي او ټپیان دي، په دغه مرګ ژوبله کې  ۱۸۳ کسان وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان دي.

سرچينې زياته کړې، خو د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې بیا د افغانستان یواځې په ۱۶ ولایتونو کې ۱۰۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه ، چې د ۲۰۱۸ جون میاشتې په پرتله نیم په نیمه ټیت والی ښه يي.

ديادونې ده چې په تېره جون میاشت د کوچني اختر په ورځو کې اوربند اعلان شوی و چې د افغانستان په نیږدې ټولو ولایتونو کې ارامي وه.

د ياد ګروپ له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يواځې ننګرهار د داعش جنګیالو د ځانمرګو بریدونو شاهد و چې په ترڅ کې يې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ياد ګروپ د معلوماتو پر اساس، د مرګ ژوبلې ډېره برخه یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کې رامنځته شوه په دغه ولایت کې ۴۶ ملکي کسان ووژل شول او ۱۳۰ نور ټپیان شول، همدارنګه کابل او هرات هم هغه ولایتونه وو چې په تېره میاشت کې يې ډېره مرګ ژوبله در لوده.

په خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم په روانو حالاتو کې د جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې را ټولول اسانه کار نه دی؛ خو د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ مسوول عزیزاحمد تسل وايي چې دوى پراخه هڅه کړې چې د خپلو سیمه يیزو همکارانو په مرسته د مرګ ژوبلې  دقیق ارقام راغونډ کړي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ ثبت شوې شمېرې ښيي چې په تېره میاشت کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو له امله وه چې داعش وسله والو يې مسووليت په غاړه اخیستى و، په تېره میاشت کې د داعش ډلې له لوري ۷۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۷۰ يې ټپيان شوي دي.

سرچينې ويلي، په دویمه برخه کې د نامعلومو ادرسونو او وسله والو له لوري ملکي خلک وژل شوي چې د وژل شوو کسانو شمېر ۸۰ او د ټپیانو تر ۱۷۰ پورې رسیږي، ياد کسان د ماین چاودنې، هاوان، راکټ او هدفي وژنو کې له منځه تللي، باید وويل شي چې  د سړک غاړې ماینونه معمولاً د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کې پر عامو وګړو چاودېدلي دي.

دغه ګروپ زياته کړې، همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري هم له وسله‌والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ملکي خلک وژل شوي، ټپيان شوي او له کورونو بېځایه شوي دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس، په تېره میاشت میاشت کې امریکايي ځواکونوهم ملکي مرګ ژوبله اړولې ده، د معلوماتو پر اساس د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو بمبار کړی چې په پایله کې يې شپږ ملکي کسان ووژل شول او يو يې ټپي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version