ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د اتو ولایتونو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان شو

1 Jul 2018 - 14:26
1 Jul 2018 - 14:26

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اتو نورو ولایتونو د نوماندانو لومړنی لېست هم اعلان کړ او د دوه مېرمنو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان د نوماندۍ له یاد لېست څخه لرې شوي دي.

 نن د هرات، پروان، کاپیسا، سرپل، میدان وردګو، بلخ او دایکنډي ولایتونو د هغو نوماندانو د لومړنی لېست چې په شرایطو نه وو  برابر هم اعلان شو.

د یاد نوملړ له مخې، شپږ تنه له کاپیسا، د وده مېرمنو په ګډون درې تنه له پروان، درې کسان له پکتیکا، درې کسان له میدان وردګو، دوه کسان له بلخ، دوه کسان له دایکنډي، یو تن له هرات او یو تن له سرپل ولایت څخه د اسنادو د کمښت له امله د ولسي جرګې د نوماندانو له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.

 د ولسي جرګې یاد احتمالي نوماندان د دوی د اسنادو د ارزونې پر مهال  د ملاتړ د تکراري کارتونو، له نورو نوماندانو سره شریک ملاتړ کوونکي کارت، له حوزې څخه بېرون د ملاتړ کارت او په فزیکي اسنادو کې د ستونزې د شتون له امله له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نن د یو شمېر نورو ولایتونو د نوماندانو لومړنی لېست هم اعلان کړي.

 تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کابل، بامیانو، اروزګان، نورستان، خوست او کونړ ولایتونو څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړی و چې د ۱۶ مېرمنو په ګډون د ۷۳ کسانو نومونه د دوی د اسنادو دکمښت له امله له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.

ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندۍ د نوم لیکنې بهیر د غبرګولي له ۵ څخه د غبرکولي تر ۲۲ مې ټاکل شوی و؛ خو د مېرمنو د کم ګډون له امله هغو مېرمنو ته چې په ټاکنو کې د نوماندۍ پلان لري یاد بهیر تر دوه نورو ورځو پورې غځول شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د نوماندانو د نوم لیکنې په قانوني موده کې ۲۴۵۴ تنو ولسي جرګې ته او ۳۷۳۱ کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د سیالۍ په موخه نوم لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې ده د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه تر سره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version