ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلک: د کورنیو جګړو د مجرمینو او جنایتکارانو څېړنیز راپور دې خپور شي

2 Jul 2018 - 11:22
2 Jul 2018 - 11:22

ګردېز (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٧): د پکتيا اوسېدونکي له حکومت او د بشري حقونو له کمېسيون څخه غواړي چې د انتقالي عدالت په نوم د هېواد د کورنيو جګړو د مجرمينو او جنايت کارانو څېړنيز رپوټ خپور کړي.

دوی وايي چې په تېرو څو لسيزو کې په افغانستان کې لوی جنګي جنايتونه ترسره شوي او د دغو مجرمينو له محاکمې سره بايد د نورو ورته پېښو مخنيوی وشي.

دوی دا خبرې د چنګاښ په ١١مه د ګردېز سيمه ييز دفتر کې په هېواد کې د بشري حقونو کمېسيون د شپاړسمې کاليزې په مناسبت غونډه کې وکړې.

مدني فعال جمعه ګل افغان غونډه کې وويل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون بايد د خپلې خپلواکۍ د اثبات لپاره دغه رپوټ خپور کړي.

افغان د اوسنيو پېښېدونکو جرمونو او جنايتونو لوړې کچې اندېښمن کړی او وايي چې د ياد څېړنيز رپوټ له خپرېدو سره د ورته جرمونو د پېښېدو په کچه کې کموالى راتلاى شي.

نوموړی وايي: ((کوم جرايم چې په درېیو لسيزو کې د افغانستان په مظلومو خلکو او محترمو اقوامو شوي، بې نهايت ډېر وحشتناک دي او د جرايمو ګراف يې ډېر لوړ حد ته رسولی دی، که د بشري حقونو اداره او د ملي وحدت حکومت مشران غواړي چې په راتلونکي کې د جرايمو ګراف راټيټ شي، بايد دغه رپوټ خپور کړي څو اجتماعي عدالت تامين شي.))

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي ګل محمد احمدزی وويل چې د ډېری خلکو د کورنۍ غړي او خپلوان د کورنيو جګړو پر مهال په ډله ييز او غير انساني ډول وژل شوي او ورته پېښې لا هم په بېلابېلو نومونو او بڼو د ځينو ډلو له خوا کېږي.

احمدزي وويل چې په جګړو کې د ټولنې هر قشر ته زيات زيانونه اوښتي او د ماشومانو، مېرمنو او په ټوله کې د بشري حقونو ټولو مدافع ادارو او ټولنو ته په کار دي چې د دې پېښو د عاملينو په افشا او محاکمه کې خپل مسووليت ترسره کړي.

ده وويل: ((مخکې هم ډېر وحشتونه او جرمونه شوي او اوس هم ډېر جنايات ترسره کېږي، نو ايا د بشري حقونو کمېسيون په دې برخه کې کوم اقدامات کړي؟ کومه څېړنه يې کړې او کنه؟ که نه وي يې کړي، نو مسووليت يې څه دی او که یې کړي وي، نو نتيجه يې څه او چا سره يې شريکه کړې ده؟ دا بايد له ولس سره شريک شي.))

همدارنګه د پکتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل کرامت الله عابد وايي چې د ګڼو بېګناه وګړو وژونکي لا هم ازاد ګرځي او دا چاره نورو زورواکو ته هم د جرمونو ترسره کولو جرئت ورکوي.

عابد وويل، که د هېواد په داخل کې ستونزې رامنځته کېږي، نو ياد عاملين بايد په نړيواله محکمه کې محاکمه شي.

دی وايي: ((په افغانستان کې ډېر لوی مجرمين موجود دي، ايا د بشري حقونو کمېسيون او نورو ادارو د بشري حقونو په برخه کې څه کار ترسره کړی دی؟ ايا دوی د جرمونو د مخنیوي لپاره کوم اقدامات کړي؟ که کړي يې وي کوم دي؟ دغه مجرمين بايد په ملي کچه نه، بلکې په نړيواله کچه محاکمه شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version