ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند نوی امنیه قوماندان: غفلت کوونکي پولیس افسران به له دندو ګوښه کړم

3 Jul 2018 - 16:20
3 Jul 2018 - 16:20

لښګرګاه (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷): د هلمند نوى امنيه قوماندان وايي، په دغه ولايت کې به د پوليسو هغه مسوولين له دندو ګوښه کړي چې وظيفوي غفلت کوي او په نورو چارو بوخت دي.

دغه څرګندونې د هلمند نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق يعقوبي نن خبريالانو ته د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

نوموړي د تېرې اوونۍ په وروستيو کې د هلمند د نوي امنيه قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

د هغه په وينا، ټولې هغه ستونزې به وڅېړل شي چې له امله یې په دغه ولايت نا امني او وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.

ده زياته کړه: ((که د پوليسو کوم مسوول خپله دنده په سمه توګه ترسره نه کړه او يا يې هم وظيفوي غلفت وکړ او يا هم په ناقانونه کارونو بوخت وي، ټول به له دندو ګوښه او قانوني چلند به ورسره کېږي.))

يعقوبي وايي، دا د ولسمشر امر دى چې له وظيفوي غفلت کوونکو سره بايد قانوني چلند وشي.

د هغه په وينا، له چارواکو او قومي مشرانو سره تر کتنې وروسته به د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره خپل پلانونه عملي کړي.

قوماندان دا هم وويل چې د دغه ولايت د پوليسو په ليکو کې د خيالي پوليسو په اړه به کره څېړنه وکړي او په دې برخه کې شته ټولې تشې به ډکې کړي.

هغه زياته کړه: ((له اداري فساد سره مبارزه زما د کار لومړيتوب دى، په دې برخه کې د هېچا فشار نه منم.))

نوموړي دا هم وويل چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د امنيت د ښه والي لپاره پوځي عمليات هم ترسره شي.

قوماندان وويل چې په لښکرګاه ښار او نورو سيمو کې به د بې نظميو او نامسووله وسله والو د ګرځېدو مخنيوي هم وکړي.

بل لور ته د لښکرګاه ښار اوسېدونکي په دغه ولايت کې له نا امنيو سر ټکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version