ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: له ترفيع پاتې افسران به ترفيع وکړي

3 Jul 2018 - 16:06
3 Jul 2018 - 16:06

کابل (پژواک، ١٢چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه، هغه افسران چې له څو کلونو راهیسې یې ترفیع نه ده اخیستې، د هغوی دې یوه سراسري ارزونه وشي او د ترفیع لپاره دې یې وړاندیزونه وشي.

له ارګه د چنګاښ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د خپل سفر په درېیمه ورځ نن سهار په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې له افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا وکتل او بیا یې د دې قول اردو د غونډو په تالار کې جوړې شوې عمومي غونډې وینا وکړه.

سرچينې زياته کړې، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو له ولسمشر غني سره په جلا جلا غونډو کې د ښه راغلاست تر څنګ ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو او د هغو د شهیدانو کورنیو ته د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

دوی ژمنه وکړه چې د ټاکنو د ملي پروسې د امنیت د تامین په خاطر به په پوره بې طرفۍ هڅه وکړي او پر وخت یې د شهیدانو او ټپیانو د انتقال، د مسلکي زده ‎کړو زیاتولو، د محاربوي قابلیتونو لوړولو، ترفیعاتو، د مجازاتو او مکافاتو تطبیق، د تاسیساتو د حفظ و مراقبت او قول اردو ته د دایمي برېښنا د ورکړې موضوعات مطرح کړل او په دې برخه کې یې د حکومت پاملرنه وغوښته.

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي مسوولینو په لویه غونډه کې چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په پيل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال شریف یفتلي په خپلو خبرو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر د خاصې پاملرنې او مواظبت څخه د مننې تر څنګ نوموړي سېلاب قول اردو یو له فعالو قول اردوګانو وبلله چې د دښمن پر ضد یې په کمو تلفاتو تر ټولو موفق او بریالي عملیات ترسره کړي دي.

لوی درستیز ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د راتلونکو ټاکنو د امنیت ټینګښت ته بشپړ امنیتي چمتووالی لري او د ملي دفاع وزارت منسوبین په هېڅ وجه سیاسي پروسو په ځانګړي ډول ټاکنو کې مداخله نه کوي.

ورپسې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري خبرې وکړې، وې ویل، د امنیت د ټینګښت، د عملیاتو په اجرا او د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې ستاسو ټول هدایات اجرا او تعقبېږي او ډاډ ورکوي چې د تل په څېر به د خپل سر او وینو په بیه د دې خاورې ساتنه کوي.

ولسمشر اشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغوی له کورنیو مننه وکړه چې خپل بچیان یې له خلکو او وطنه د دفاع په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي.

هغه زیاته کړه، ملي دفاع وزیر ته مې لارښوونه کړې ده چې د ترفیعاتو زمینه برابره کړي او د قول اردو قوماندان جنرال وزیري ته مې هدایت کړی چې د مجازاتو او مکافاتو اصل تطبیق کړي.

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو ته په خپلې وینا کې وویل، څلور کاله پخوا چې د هېواد بقا په خطر کې وه، ټولو داسې فکر کاوه چې افغانستان نور پر پښو نه شي درېدلی، خو تاسې په خپلو قربانیو او سرښندنو ثابته کړه چې دغه وطن به زرګونه کاله نور هم پر خپل ځای وي.

هغه د امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسې کولی شوای چې کډوال شئ، شخصي کاروبار وکړئ او ښې پیسې وګټئ، خو تاسې له وطن او خلکو د دفاع لار غوره کړه، همدا زما او ټول ملت لپاره لوی ویاړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version