ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت د ٧٢ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

6 Jul 2018 - 14:00
6 Jul 2018 - 14:00

کابل (پژواک، ١٥چنګاښ ٩٧) : ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ  ددولت ٧٢ وسله وال مخالفين وژل شوي،٣٣ټپيان او ١١نور نيول شوي دي.

 

د ملي دفاع وزارت له لوري د چنګاښ په ١٥مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې ترسره شوي دي.

 

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس ، دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو ملاتړ هم ورسره و په  ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، اروزګان، زابل، بامیان، فراه، بادغیس، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې  شوي.

 

سرچينه وايي چې د فراه د پرچمن ولسوالۍ د رباط پايین او نیرګان په اړوند سیمو کې ۲۹ طالبان  وژل شوي، ۷ تنه ټپيان، ۵ موټر او د دښمن ۲ مهمې قرارګاوې له منځه وړل شوي، د لغمان د قرغيو  ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه يیزو قوماندانانو هریو لعل محمد او صفي الله په ګډون ۱۲   وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي دى.

 

دغه راز د غزني د قره باغ او مرکز اړوند سیمو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپیان او داروزګان ولایت د خاص اروزګان او مرکز اړوند ترینکوټ کې ۱۰ طالبان وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

همدارنګه د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې ۲ طالبان  وژل شوي، د نیمروز په خاشرود   ولسوالۍ کې ۲ طالبان وژل شوي، د بامیانو په کهمرد ولسوالۍ کې یو تن طالب وژل شوی، ۵ تنه نیول شوي، ۳ موټر سایکلونه او یو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته وراغلي دي.

ددې ترڅنګ د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې یو طالب وژل شوی او ۳ تنه ټپیان دي، د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ کې ۵ طالبان ټپیان او د لوګر ولایت په محمد اغې   ولسوالۍ کې ۶  شکمن کسان نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version