ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په ننګرهار کې د داعش او طالبانو اووه وسله وال وژل شوي

8 Jul 2018 - 10:21
8 Jul 2018 - 10:21

جلال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې طالبان او څلور داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور شکمن کسان نیول شوي دي .

بلخوا ځايي خلک وايي چې په خوږياڼو کې وژل شوي کسان طالبان نه، بلکې د سيمې عادي اوسېدونکي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۷مه پژواک ته وويل، د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش وسله والو پر يوه پټنځای هوايي بريد ترسره کړی دی.

هغه زياته کړه، په ياد بريد کې ۴ داعش وسله وال ووژل شول او د هغوی وسلې او مهمات تخریب شول.

چارواکي دغه راز په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال د درېیو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي وياند وايي چې د دې ولسوالۍ په مملې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې د يادو عملياتو په ترڅ کې درې ماین جوړوونکي طالبان وژل شوي او یوه زیاته اندازه چاودېدونکي توکي او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

خوږياڼی وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان هم نيول شوي او ملکي خلکو ته کوم زيان نه ی اوښتی.

خو بلخوا ځايي خلک وايي چې د عملياتو پر مهال وژل شوي ټول ملکي وګړي دي چې له هېڅ وسله والې ډلې سره يې تړاو نه درلود.

د سيمې يوه اوسېدونکي ننګيالي پژواک ته وويل چې عمليات کوونکو ځواکونو درې ملکي وګړي وژلي، د هغوی څلور موټر يې سوځولي او د کورونو ځينې برخې يې هم نړولې دي.

داعش او طالب وسله والو بيا تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version