ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان پلاوی د علماوو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي ته روان شو

9 Jul 2018 - 09:04
9 Jul 2018 - 09:04

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٧): په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکي د علماوو نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغان علماوو پلاوى جدې ته روان شو.

ټاکل شوې ده چې اسلامي کنفرانس او د سعودي عربستان د حکومت په نوښت دغه کنفرانس سبا (د چنګاښ ١٩مه) د سعودي په جدې ښار کې پيل او دويمه ورځ يې د مکې مکرمې ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا يوې سرچينې د نوم نه اخیستو په شرط د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په دغه کنفرانس کې د افغانستان تر ٤٠ پورې علماوو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې څو تنه علماء د شخصي بوختياوو او ناروغۍ له امله ګډون نه شي کولى، خو د افغانستان د علماوو شورا د مشر مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ ٣٦ کسيز پلاوى نن جدې ته روان شو.

د سولې عالي شورا يادې سرچينې وويل چې په دې ډله کې شيخ سميع الله، مولوي عطاءالله لودين، مولوي محي الدين بلوچ، مولوي عبدالحکيم مجاهد، قسيم حليمي او نور شامل دي.

سرچينه وايي چې په کنفرانس کې به د افغانستان تر څنګ د پاکستان، اندونيزيا، ماليزيا، بنګله دېش، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويټ، بحرين، مصر، موريتانيا، سوډان او تونس په ګډون تر ٣٣ زياتو اسلامي هېوادونو شاوخوا ١١٠ ديني عالمان ګډون کوي.

يادې سرچينې زياته کړه: ((تمه ده چې د سعودي د علماوو کنفرانس به په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړي او له طالبانو به وغواړي چې د سولې خبرو ته اماده شي.))

بلخوا د اسلامي کنفرانس له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د إسلامي نړۍ د سرمشريزو، او د إسلامي همکاری په سازمان کې د غړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو د پرېکړو په حواله  سعودي عربستان د (أفغانستان إسلامي جمهوريت کې د سولې او ثبات لپاره د إسلامي نړۍ د علماو کانفرنس) تر نامه لاندې د جدې او مکې مکرمې ښارونو کې دغه کنفرانس جوړوي.

سرچينې زياته کړې، دغه کانفرنس چې د افغانستان او د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه په کې نخبه او مشران عالمان ګډون کوي، غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو، او د تروريزم او شديد افراطيت د هر ډول او شکل د غندلو په لار کې مرسته وکړي.

د دغه سازمان سکرتر جنرال ډاکتر يوسف بن احمد العثيمين د سعودي له پاچا او وليعهد څخه مننه کړې ده چې د دغه مهم کنفرانس کوربه توب کوي.

هغه زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې به د اسلامي نړۍ علماء ګډون کوي او د افغانستان د سولې په اړه به ويناوې ولري.

ډاکتر يوسف ويلي چې په جده کې د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د (ملي پخلاينه د اسلام له نظره) تر عنوان لاندې مقالې او ويناوې وړاندې کېږي او د سولې په راوستو کې د علماوو پر رول هم رڼا اچول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version