ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی

9 Jul 2018 - 15:53
9 Jul 2018 - 15:53

 زرنج(پژواک،١٨چنګاښ٩٧): د نیمروز ځايي چارواکي وايي چې له ایران څخه د کډوالو له راستنېدو وروسته په دغه ولایت کې پر نشه يي توکو روږدي کسان ډېر شوي، د شمېرو له مخې په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د روږدو کسانو شمېر نږدې درې برابره ډېر شوی .

 د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوول نثاراحمد فرهند پژواک خبري اژانس ته وویل، په نشه یي توکو د روږدو کسانو په اړه کره سروې نه ده شوې؛ خو اټکل کېږي چې په یاد ولایت کې به د روږدو کسانو شمېر ۳۰ زور ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه: (( داچې زیاتره کسان په کور کې نشه یي توکي کاروي نو ثبت نه دي او د روږدي له نومه د شرمېدو له امله ډېر کسان نه غواړي چې نومونه یې ثبت شي؛ نو له دې امله تر دې دمه کره سروې نه ده ترسره شوې.))

 

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د نیمروز د عامې روغتیا مسوولينو ویلي و چې په نیمروز کې د روږدو کسانو شمېر ۱۲ زره کسانو ته رسېږي.

 

 بلخوا د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي وايي، لږ تر لږه ۷۰ سلنه روږدي کسان هغه افغانان دي چې د کار لپاره ایران ته تللي او په نشه يي توکو له روږدي کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه، په وروستیو څو کلونو کې په دولتي او شخصي روغتونونو کې د  دوه زره مېرمنو او ماشومانو په ګډون د  لس زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.

 د یادونې ده چې په نیمروز کې د روږدو کسانو د درملنې یو ۷۰ بستريز دولتي روغتون، دوه خصوصي شلتره اود روږدو مېرمنو د درملنې یو ۲۰ بستريز روغتون فعالیت کوي.

 

د دغه ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په نیمروز کې کابو په ۱۱ زره هکتاره ځمکه نشه يي توکي کرل شوي؛ په داسې حال کې چې تېر کال هم پر همدې کچې ځمکې نشه يي توکي کرل شوي وو.

 د زرنج ښار يواوسېدونکی غلام نبي چې نشه توکي کاروي پژواک خبري اژانس ته وویل: (( د کار لپاره ایران ته تللی وم؛ هلته په نشه يي توکو روږدی شوم او هېواد ته راستون شوم، څلور کاله کېږي په نیمروز کې اوسېږم؛ نه کور ته تللی شم او نه ایران ته.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version