ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې ډاياګ پروګرام ته ۶۵ ميله وسلې وسپارل شوې

10 Jul 2018 - 17:04
10 Jul 2018 - 17:04

جلال اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۷): د لغمان امنيه قوماندانۍ له لوري په دغه ولايت کې د عملياتو پرمهال راټولې شوې ۶۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

يادې وسلې د چنګاښ په ۱۹مه د دغه ولايت مرکز مهترلام ښار اړوند د امنيه قوماندانۍ په انګړ کې د ډاياګ مسوولينو ته ورکړل شوې.

د لغمان امنیه قوماندان سمونوال عبدالرووف اروزګاني ډایاګ ته د یادو وسلو او مهماتو د سپارلو پر مهال وویل چې دا وسلې د امنیه قوماندانۍ له لوري د تېرو اوولسو میاشتو په جریان کې د بېلا بېلو عملیاتو او دغه راز په جنايي او نورو پېښو کې نیول شوې دي.

هغه زياته کړه: (( په دغو وسلو کې یو ضرب BM1، ۲۱ میله کلاشینکوفونه، ۲۲ میله تومانچې، یو میل راکټ انداز، یو میل پیکا، ۱۸ میله چره ییز، یو میل ۳۰۳ بر ټوپک او دغه راز د بېلا بېلو وسلو مرمۍ، شاجورونه، لاسي بمونه، د لاسي بمونو فیوزونه، مخابرې، بوکس پنجې او چاقوګان شامل دي.))

اروزګاني ډاډ ورکړ چې د وسله والو پر وړاندې د خلکو له ساتنې او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لاره کې به له هیڅ راز سرښندنې مخ و نه ګرځوي.

په ورته وخت کې په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مسوول ډګروال شاه اغا سادات وايي چې روان کال کې د زون په کچه ټولټال ۴۴۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې ورته سپارل شوې دي.

هغه وايي، د لغمان د ۶۵ ميله وسلو سربېره ۲۱۵ ميله وسله ورته د ننګرهار امنيه قوماندانۍ او ۱۶۵ ميله وسله د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا له خوا سپارل شوې دي.

بلخوا د لغمان والي اصف ننګ امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د غير مسوله وسله والو د بې وسلې کولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي او دغه راز د وسله والو د ځپلو په موخه هم په بېلابېلو سيمو کې خپلو عملياتو ته دوام او پراختيا ورکړي.

ډاياګ د بې وسلې کولو هغه پروګرام دی، چې وسلې يې ملي دفاع وزارت ته سپارل کېږي او بيا تر ترميم وروسته د يو منظم پروګرام له لارې د دفاع او کورنيو چارو وزارت پر منسوبينو وېشل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version