ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جلال اباد کې د ځانمرګي بريد له امله ١٢ کسان ووژل شول

10 Jul 2018 - 10:35
10 Jul 2018 - 10:35

دويم تعقيب-جلال اباد(پژواک،١٩چنګاښ٩٧):د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله د ملکي وګړو په ګډون ١٢ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار نږدې لس بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د خالص فاميلو په سيمه کې شوې ده.

د والي وياند وايي، ځانمرګي بريد کوونکي د پلټنې مرکز ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله يې اته ملکي وګړي او دوه امنيتي منسوبين وژل شوي او دوه ملکي وګړي او دوه امنيتي منسوبين ټپيان شوي دي.

خوږياڼى وايي چې په ټپيانو کې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دى.

د هغه په وينا، د پېښې د رامنځته کېدو له امله يو شمېر موټرو او نږدې هټیو اور اخيستى چې له امله يې خلکو ته زيانونه اوښتي دي.

خو بل لورته د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته ١٢ مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

دغه راز د خالص فاميليو يوه اوسېدونکي فهيم ساحل پژواک ته وويل چې چاودنه د تېلو له يو پمپ سره نږدې شوې ده.

هغه وايي: (( د چاودنې غږ ډېر لوړ و خو د مرګ ژوبلې په اړه يې زه دقيق معلومات نه لرم.))

د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version