کابل(پژواک،٢٠ چنګاښ ٩٧): د ولسي جرګې د څار مرکزي کمېسیون د کابل سرپرست ښاروال د ناقانونه کړنو په سبب د خلکو د شکایتونو او د دغه کمېسیون په غونډه کې د نوموړي د نه ګډون له امله سبا څارنوالۍ ته ورپېژني.
خو د کابل ښاروالۍ سرپرست بیا دغه اقدام سلیقوي او د ځان په تړاو یوه دسیسه بولي.
د ولسي جرګې د څار د مرکزي کمېسیون رییس عبدالحفیظ منصور نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د ۱۳۹۷ کال له پيله د کابل ښار د ۱۳ مې حوزې اړوند د دشت برچي یو شمېر اوسېدونکي د کابل ښاروالۍ له سرپرست عبدالله حبیب زی څخه د شکایت سربېره ادعا کوي چې نوموړي د پیسو په بدل کې ماسټر پلان بدل کړی دی.
نوموړي په دې اړه له جزيیاتو پرته زیاته کړه: (( دا خلک ادعا کوي، هغه سړک چې کابل ښاروالي یې هلته د جوړېدو پلان لري د ماسټر پلان خلاف دی او د دې لپاره پيسې اخیستل شوې دي او دوی چمتو دي چې دغه موضوع په څارنوالۍ کې ثابته کړي.))
منصور له شکایت کوونکو څخه په نقل وویل، د ماسټر پلان په بدلولو د استوګنې له ۲۱۰ څخه ډېر کورونه ورانېږي، خو ښاروالي د استملاک د قانون خلاف د دغو کورونو لګښت نه ورکوي.
نوموړي څرګنده کړه چې د ولسي جرګې د څار مرکزي کمېسیون څو ځله حبیب زی د خلکو د شکایتونو په اړه را بللی دی؛ خو نوموړی هېڅ وخت نه دی حاضر شوی چې د خلکو دغو اندېښنو ته ځواب ووايي.
ده وویل: (( تېره ورځ د څار مرکزي کمېسیون په غونډه کې ښاروال د یو فاسد او قانون ماتوونکي کس په ډول وپېژندل شو او د دغو غیرقانوني سرغړونو په خاطر سبا په رسمي ډول د څار او نظارت د مرکزي کمېسیون له لوري د قانون له مخې، څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي.))
پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړیکو وروسته هم د ښاروالۍ په نظر اخیستو بریالی نه شو؛ خو د کابل سرپرست ښاروال حبیب زي نن د یو نندارتون په څنډه کې د ولسي جرګې د یادې پرېکړې په تړاو رسنیو ته وویل، دا پرېکړې سلیقه يي دي او د ولسي جرګې یو شمېر غړي هغه وخت چې خپلو موخو ته نه رسېږي غږ پورته کوي او په دسیسو لاس پورې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن