ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ١٦ وسله وال طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي

11 Jul 2018 - 14:27
11 Jul 2018 - 14:27

غزني-کندوز(پژواک،٢٠چنګاښ٩٧): په غزني او کندوز ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ١٦ وسله وال طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قره باغ، مقر، رشيدان، واغظ او اندړو ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي او بريدونه په شا تمبول شوي دي.

ده وويل چې د مقر ولسوالۍ په بيرانه سيمه کې د طالبانو موټر د سړک د غاړې پر ماين برابر شوى چې له امله يې اته طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د قره باغ ولسوالۍ په جګړه کې هم پنځه طالبان وژل شوي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.

قوماندان وايي چې تېره شپه د غزني ښار د خشک او لسم ماموريت په سيمو کې هم د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه زياتوي چې په دې جګړه کې درې پوليس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې په ډاګه نه ده.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ د ګاوميشک د سيمې اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې سخته جګړه شوې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ورته معلومه نه ده.

بل لورته طالبان هم د غزني جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د غزني ښار ترڅنګ په جغتو، ناهور او قره باغ ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version