ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: سعودي کې د علماوو کنفرانس د امریکا طرحه او برنامه وه

12 Jul 2018 - 11:28
12 Jul 2018 - 11:28

کابل(پژواک،٢١چنګاښ٩٧): وسله والو طالبانو په سعودي عربستان کې د ديني عالمانو له نړيوال کنفرانس سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې دغه غونډه د امريکا په فرمايش جوړه شوې وه.

د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوال کنفرانس د سعودي عربستان د حکومت په نوښت د ٣٣ اسلامي هېوادونو د نږدې سلو ديني عالمانو په ګډون د یاد هېواد په جدې ښار کې وړمه ورځ پيل شوى او پرون د مکې مکرمې په ښار کې ترسره او پاى ته ورسېد. له افغانستان څخه هم ۳۵ ديني عالمانو په دغه کنفرانس کې ګډون کړى وو.

د کنفرانس په پاى کې د ګډونوالو له خوا يو پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې راغلي دي، د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي او د سولې او امنيت تږي دي.

په پرېکړه ليک کې دا هم راغلي چې د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بې ګناه انسانان په کې وژل کېږي، د اسلام له اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي. همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يووالي او خونديتوب خلاف عمل دى.

خو بل لورته د يادې غونډې په غبرګون کې طالبانو نن د چنګاښ په ٢١مه يوه اعلاميه خپره کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې په دې غونډه کې له افغانستان او اسلامي نړۍ څخه مشهورو او منل شويو ديني عالمانو برخه نه وه اخيستې يواځې دولتي مامورينو په کې ګډون کړى و.

سرچينه وايي، يادو کسانو بايد دې غونډه کې ياده کړې واى چې افغانستان د امريکا له لوري اشغال شوى او دغه اشغال بايد پاى ته ورسول شي.

خبرپاڼه زياتوي: (( په دې غونډه کې هڅه وشوه چې له افغانستان څخه دويم فلسطین جوړ شي، د مبارزینو لاسونه يې وتړل شي او د اشغالګرانو په ظلم او جنایاتو چشم پوشي وشي.))

د طالبانو په دې اعلاميه کې يو ځل بيا راروانې جګړې ته جهاد ويل شوى او زياته شوې چې دغه جهاد د زرګونو ديني عالمانو په فتوا سره پيل شوى ده.

سرچينه وايي چې په سعودي عربستان کې د عالمانو نړيوال کنفرانس د امریکايي چارواکو او پوځيانو طرحه او برنامه وه.

خبرپاڼه کې زياته شوې: (( وار له مخه امریکایي قوماندان نیکولسن د مذهبی فشار په عنوان طرحه وړاندې کړې وه او د امریکا د دفاع وزیر جمیز مټيس د دې غونډې له جوړونکو نه مننه وکړه؛ خو دا چې د مسلمان په حیث او بیا د عالم په نوم ځينو څېرو په کې رول ولوباوه واقعا د اسلامي امت خورا بد او دردونکی حالت ښکاره کوي.))

د طالبانو په دې اعلاميه کې سعودي عربستان ته په خطاب کې ويل شوي: (( د سعودي عربستان له حکومت نه مو هیله داده چې د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کې مرسته وکړي او په دې لاره کې مثبت رول اداکړي، د دا ډول غونډو لپاره موقع ورکول به یې حیثیت ته صدمه ورسوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version