ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو يو ښوونځي سوځولی

15 Jul 2018 - 11:07
15 Jul 2018 - 11:07

جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يو ښوونځی سوځولی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۴مه پژواک ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په ګړباوې سيمه کې د کپتان بابا په نوم يو منځنی ښوونځی سوځولی دی.

هغه زياته کړه،د هلکانو دغه ښوونځي کې د اورلګېدنې پرمهال تدريسي او اداري کتابونه او اسناد هم سوځول شوي او ټولې خونې يې هم سوځېدلې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په دغه ښوونځي کې شاوخوا اته سوه زده کوونکو زده کړې کولې او په بشپړ ډول سوځول شوی دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي عزيزالله خان پژواک ته وويل چې وسله والو لومړی له ښوونځي ساتونکي بهر کړي او وروسته يې ورته اور اچولی دی.

هغه وايي، تر سهاره اور بلېده او د ولسوالۍ چارواکو يې په اړه هېڅ اقدام ونه کړ.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دى منلى .

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په نورو ولسواليو کې د وسله والو له لوري يو شمېر ښوونځي سوځول شوي دي.

په دې وروستيو کې د ننګرهار د پوهنې سکتور د وسله والو تر سختو بريدونو لاندې راغلی چې وروستی ستر بريد يې د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولايت د پوهنې رياست پر ښاري مديريت بريد و، چې تر شلو ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version