ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اقینې د ترانزیټي لارې بندېدو سوداګر او خلک زیانمن کړي

16 Jul 2018 - 18:45
16 Jul 2018 - 18:45

میمنه(پژواک،٢٥چنګاښ٩٧): د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې د لاریون کوونکو له لوري د اقینې د ترانزیټي لارې له تړلو وروسته په دغه سیمه کې د لسګونه سوداګرو او بنسټونو کارونه درېدلي دي.

د اندخوی ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رییس محمد رحیم مسګر د پژواک خبری اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، د لاریون کوونکو له لوري د اقینې د ترانزيټي لارې له تړلو وروسته د شاو خوا ۵۰۰ سوداګرو او ۳۳ بنسټونو کارونه درېدلي او له زیان سره مخ دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، له ۲۵۰۰ ډېر کارګر له ورځني عاید څخه بې برخې دي او سربېره پر دې په هېواد کې د نفتي او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

مسګر وویل، هره ورځ د سوداګریزو توکو ۱۵۰ موټر د اقینې له بندر څخه افغانستان ته راتلل، یو شمېر سوداګر د اقینې بندر د پرېښودو په حال کې دي او هڅه کوي چې خپل سوداګریز مالونه د نورو بندرونو له لارې افغانستان ته راوړي؛ که د دولت او لاریون کوونکو تر منځ ستونزه حل نه شي ګومان کېږي چې د اقینې بندر به خپل باور له لاسه ورکړي او سقوط به وکړي.

نوموړي زیاته کړه، ټول د عدالت، د جنرال دوستم د راستنېدو او د رامنځته شوي بحران د حل غوښتونکي دي، لاریون کوونکي او مرکزي چارواکي دې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي تر څو خلک او سوداګر له دې زیات زیانمن نه شي.

د اقینې بندر رییس په دې تړاو له پژواک خبري اژانس سره خبرو ته حاضر نه شو؛ خو د دغه ګمرک یوه کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط وویل، هره ورځ سوداګریز مالونه لکه تېلو، خوراکي موادو، ساختماني موادو، او درملو له ۱۲۰ ډېر موټر د اقینې بندر له لارې له ترکمنستان څخه هېواد ته راوړل کېدل چې د دغو موادو له ۷۵۰ څخه تر ۸۰۰ زرو ډالرو محصول د دولت خزانې ته راتلل.

بلخوا د فاراب والي ډاکتر نجیب الله فایق وویل، د اقینې بندر د تړلو له امله سوداګر او خلک زيانمن شوي، په بازار کې لومړني مواد او نفت کم شوي، د دغه کار دوام د افغانانو لپاره زيان دي او ممکن دغه کار ترکمنستان دې ته مجبور کړي چې له خپل لوري د اقینې بندر وتړي.

فایق وویل، د لاریون کوونکو غوښتنې یې مرکزي ادارې ته استولې دي، په لوړه کچه خبرې روانې دي ،  ژر به پایلې ته ورسېږي او رامنځته شوې ستونزه به حل شي.

بلخوا د افغانستان د جنبش ګوند مرستیال مسعود احمد مسعود چې په اقینه کې د لاریون کوونکو مشري کوي وویل، هر کله چې دولت د دوی غوښتنو(د جنرال دوستم راستنېدل، او له شرط پرته د قیصاري راخوشي کولو) ته مثبت ځواب ورکړي له ځنډ پرته به د لاریون خېمه ټوله کړي او لاره به خلاصه کړي.

نوموړي ګواښ وکړ، که دولت او نړیواله ټولنه د جنرال دوستم پلویانو ته چې له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې په ۱۴ ولایتونو کې لارو ته راوتلي پاملرنه ونه کړي لاره به خلاصه نه کړي .

د یادولو ده چې په څو ولایتونو کې د جنبش ګوند د پلویانو لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې دولتي ځواکونو په فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم ځانګړی استازی له خپلو ساتونکو سره یو ځای تر نیولو وروسته کابل ته انتقال کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version