ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د احتمالي نوماندانو لومړنى نوملړ اعلان شو

16 Jul 2018 - 18:56
16 Jul 2018 - 18:56

کابل (پژواک، ۲۵چنګاښ ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د احتمالي نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړ او د نهو ښځو په ګډون څه ناڅه ۷۱ کسان د اسنادو د نه بشپړتیا له امله له دې نوملړڅخه حذف شوي دي.

د دې نوملړ له مخې، د نهوښځو په ګډون ۷۱کسان په  ۱۳ ولایتونو( بدخشان، بغلان، بلخ، بامیان، پکتیا، پنجشیر، پروان، جوزجان، کابل، کندوز، لغمان، نیمروز او هرات)کې د اسنادو نه بشپړتیا له امله د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو له لومړني لیست څخه لرې شوي او په نورو ولایتونوکې ټولو احتمالي نوماندانو لومړني نوملړ ته لار موندلې ده.

د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته یاد احتمالي کاندیدان، د اسنادو د ارزونې پرمهال د ملاتړي تکراري کارت ، له نورو نوماندانو څخه د ملاتړ کارت، له حوزې څخه بهر د ملاتړکوونکي کارت په درلودواو اسنادو کې د ستونزې شتون له امله، له لومړني نوملړ څخه حذف شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رييس عبدالبدیع صیاد چې نن یې په خبري ناسته کې خبرې کولې وویل: (( د ولسوالیو شوراګانو د ۶۱۵۲ نوماندانو له ډلې ۶۰۸۱ کاندیدانو لومړني لېست ته لار پیدا کړې ده؛ خو ۷۱ کسان ترې حذف شوي دي.))

نوموړي زیاته کړه چې له ۳۸۷ ولسوالیوڅخه ۳۶۸ ولسوالیوکې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو نوم لیکنه ترسره شوې ده چې ۱۲۰ ولسوالیو کې یوې ښځې هم نوم لیکنه نه ده کړې او ۴۲ ولسوالیو کې ښځو او نارینه وو د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

خو صیاد د هغو ولسوالیو په اړه چې یو تن هم په کې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نوماند شوی نه دی، جزییات ور نه کړل.

هغه وویل چې د امنیت ، زیربناوو، ولسوالیوشوراګانو د مخکینو ټاکنو تجربي نه شتون، د کافي نوماندانو نه شتون، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د کړنلارې قانون نه شتون، د ولسواليو شوراګانو وکیلانو د دفترونو او معاشونو نه څرګندتیا، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو پر وړاندې سترې ننګونې دي.

له بل پلوه نوموړي په درې حوزو د غزني ولایت د وېش په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: (( غزني کې درې سترقومونه پښتون، تاجک او هزاره ژوند کوي؛ نو ځکه مو دا ولایت په درې حوزو ووېشه څو هېڅ قوم له خپل حق څخه بې برخې نه شي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د سیاسي ګوندونو د مشرانو د غوښتنې په اړه وویل : ((  کمېسیون د ټاکنو له قانون سره سم د سیاسي ګوندونو په ګډون ټولوخلکو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي، که ګوندونه له حکومت سره هوکړې ته ورسېږي او قانون بدل کړي، هغه مهال به د بدل شوي قانون پر بنسټ، خپلې چارې ترسره کړو.))

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوم لیکنې بهېر د غبرګولي له ۵مې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ یې دوام وموند؛ خو د ټاکنو لپاره د کم شمېر ښځو نوماندۍ له امله، د نوم لیکنې بهیر د دوه ورځو لپاره وغځېد.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version