کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د کندهار ښار د عمر بن خطاب جامع جومات د لومړي فاز پاتې کار له درې کلن ځنډ ورروسته نن پيل شو.
په دې مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د افغان ساختماني دستګاه عمومی رییس انجنیر احمد ضیاء علیزي، چارواکو، دیني عالمانو، مخورو او سوداګرو ګډون کړی وو.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په تېرو کلونو کې د دغه جومات د لومړي فاز یواځې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي چې د بودیجې د نشتوالي او ځینو نورو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي وو.
هغه زیاته کړه، له درېوو کلونو ځنډ وروسته اوسمهال د دغه جومات د لومړي فاز پاتې کارونه پیلوي چې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ورته منظورې شوې دي.
د ده په خبره، په دغو پیسو کې به ۵۸ میلیونه افغانۍ پخوانیو پوروړو ته ورکړای شي او په پاتې ۹۲ میلیونه افغانیو به د جومات د لومړي فاز پاتې ۲۰ سلنه کارونه بشپړ شي.
ویسا وايي، په پاتې شل سلنه کارونو کې د جومات د منارونو، په بېلابېلو برخو کې د نارینه او ښځینه تشنابونو، د جامع جومات اړوند دفترونو، د اوبو زېرمه، سیپټیک څاه او نورو برخو جوړول شامل دي.
ده له افغان ساختماني دستګاه وغوښتل چې په پوره زړه سواندۍ د دغه جومات کارونه بشپړ کړي.
هغه خبر ورکړ چې د جومات د دویم او درېیم فاز د کارونو د پیلېدو لپاره د بودیجې منظوري په تدارکاتو کې ده.
نوموړی له ولسمشر څخه مننه وکړه چې کندهار ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او د دغه جومات د پاتې کارونو د پيلولو لپاره یې پیسې منظورې کړې.
د افغان ساختماني دستګاه عمومی رئیس انجنیر احمد ضیاء علیزي د ښار او کور جوړولو د پخواني وزیر سید منصور سعادت نادري، د کندهار د پخواني ښاروال او د ښار او کور جوړولو د اوسني سرپرست وزیر انجنیر روښان ولسمل او والي زلمي ویسا له هڅو مننه وکړه چې له ولسمشر څخه یې د دغه جومات د پاتې کارونو لپاره بودیجه وغوښته.
دغه راز هغه د دغه جومات په جوړولو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني ښاروال ارواښاد غلام حیدر حمیدي هڅې او مرستې نه هېرېدونکې وګڼلې.
ده زیاته کړه، په پوره توان هڅه کوي د دغه جامع جومات د رغولو چارې په ښه توګه ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن