ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا او لوګر کې ګڼو امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

17 Jul 2018 - 15:35
17 Jul 2018 - 15:35

ګردېز- پل علم (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): په پکتيا او لوګر ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١١ امنيتي سرتېري او ٣٣ طالبان وژل شوي دي.

د پکتيا د امنيتي ارګانونو د همغږي قوماندان ډګروال اسدالله حليمي د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د زرمت ولسوالۍ په زاو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ١١ امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

حليمي وايي چې پر پوسته ډله ییز برید وشو او د رامنځته شوې نښتې په پایله کې ۱۹ طالبان هم وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((په دې پوسته کې د نظم عامه او ملي اردو سربازان وو چې درې د عامه نظم او اته د ملي اردو سربازان په کې شهيدان شوي او لس نور ټپيان شوي. د پوستې د سرتېرو د قوي دفاع او وروسته د مرستې له ورسېدو سره طالبانو ته هم زياته تلفات اوښتي.))

د زرمت ولسوالۍ يوه افسر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې لسګونو وسله والو پر دې پوستې بريد کړی و.

دی وايي: ((هو دغه شهيدان او ټپيان لرو او طالبانو ته هم زيات تلفات اوښتي، د مړو وړلو لپاره يو فيلډر څو واره راغی، ډک يې کړ او وړل يې. د يو کس مړی يې اوس همدلته پاتې دی.))

دغه راز د پکتيا د امنيې قوماندانۍ چارواکې وايي چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د يو هوايي بريد په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې څلور وسله وال طالبان وژلي دي.

د قومانداني وياند سردار ولي تبسم پژواک ته وويل چې بريد پر هغه پيکپ موټر شوی چې وسله وال په کې سپاره وو.

بل لور ته طالبان هم د زرمت ولسوالۍ د زاو جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده جګړه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو يوه پوسته نيولې چې په ترڅ کې یې اته امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې د ملي امنيت صفر يو قطعې پر وسله والو طالبانو هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version