ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني وکیلان د ټاکنو لپاره پر بایومټریک سیستم ټینګار کوي

18 Jul 2018 - 19:52
18 Jul 2018 - 19:52

کابل (پژواک،۲۷چنګاښ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر ټاکلې نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کېدو پر ټینګار سربېره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له درغلیو ډک بولي او په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم پر کارولو ټینګار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د روان کال د تلې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته تر اوسه شاوخوا ۸،۶ ميلیون کسانو د کاغذي تذکرو له مخې نوم لیکنه کړې ده. د تذکرو د وېش ځانګړی بهیر هم دوام لري څو هغو کسانو ته چې تذکره نه لري، تذکرې ووېشل شي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.

په ولسي جرګه کې د بامیان د خلکو استازي استاد محمد اکبري د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د تذکرو په وېش او نوم لیکنه کې درغلي شتون لري.

نوموړي زیاته کړه: ((هغه سټېکرونه د راي ورکوونکو پر تذکرو لګېږي، اوس په بازارونو کې پلورل کېږي، نو له دې امله به تر هغو رڼې ټاکنې ترسره نه شي څو رايي ورکوونکي بایومټریک نه شي رڼې ټاکنې نشي ترسره کېدلای؛ تر څو چې رايې ورکونکي بایومتریک نه شي او که ټاکنې ترسره هم شي انتصابات به وي او دغه کار په هېواد کې د بحران لامل کېدای شي.))

په دې جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواني وویل: ((دغه حقیقت دی چې له ټاکنو پرته بله لار نه لرو، خو د کاغذي تذکرو په کارولو به له ستونزو سره مخ شو، همدا اوس په کونړ کې د ټولو هغو کسانو پر تذکرو سټېکر لګلول شوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې وژل شوي او یا شهیدان شوي دي.))

نوموړي په دې اړه پرته له جزئیاتو وویل، داسې کلي موجود دي چې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي نه لري؛ خو د رايې ورکوونکو په نوم لړ کې له همدغو کليو زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

هغه هم په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم پر کارولو ټينګار وکړ او ويې ویل: ((په اوسنۍ طریقه هېڅوک د ټاکنو روڼوالی نه شي تضمینولای.))

دغه راز په یاده جرګه کې اروزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي هم پر ټاکلې نېټه د یادې جرګې ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: ((همدا اوس مې په موټر کې د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي شل تذکرې دي چې پر ټولو سټېکرو لګېدلي، په دغه حالت کې څوک کولای شي چې د ټاکنو د روڼوالي ضمانت وکړي.))

نوموړي هم د بایومټریک پر سیستم ټینګار وکړ او هغه یې د ټاکنو د روڼوالي لپاره یوازېنۍ لاره وبلله.

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو هم پر ټاکلې نېټه د ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ خو ویل یې، د کاغذي تذکرو په کارولو به راتلونکې ټاکنې رڼې نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارو د یو شمېر کارپوهانو پر باور، بایومټریک سیستم جوړول وخت نیسي او شونې نه ده چې د تلې تر ۲۸مې دې د ټولو رايي ورکوونکو بایومټریک وشي.

د ولسي جرګې دویم منشي امیرخان یار چې د نننۍ غونډې مشري یې هم کوله، په تذکرو او نوم لیکنه کې درغلي د اندېښنې وړ بولي او وايي: ((موږ دا نه غواړو چې د ټاکنو مخه ونیسو، ټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی او د خلکو غوښتنه هم ده او پر ټاکلې نېټه باید ترسره شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version