ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي اتحادیه له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې زیاتوي

20 Jul 2018 - 19:37
20 Jul 2018 - 19:37

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۷) : اروپایي اتحادیه غواړي له افغان ځواکونو او په ځانګړې توګه د پولیسو د روزنې لپاره خپلې مرستې زیاتې کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند او د ستراتیژیکو اړیکو رییس قادر شاه د چنګاښ په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د ارپايي اتحادیې سفیر پیري مایيډن او له بروکسل څخه راغلي پلاوي نن په کابل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر سره ولیدل.

هغه زیاته کړه، په دې لیدنه کې دواړو لورو د اروپايي اتحادیې پر هغه چمتوالي خبرې وکړې، چې له مخې به یې له افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د پولیسو د روزنې له پاره مرستې زیاتې شي.

پیري ماییډن ملي امنیت سلاکار ته د مالومات د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې اروپايي اتحادیه په پلان کې لري، چې د افغان پولیسو د روزنې، د قانون د حاکمیت په برخه کې د وړتیاوو د لوړاوي او په خاص ډول د ښځینه پولیسو د مسلکي روزنې په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته پراختیا ورکړي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د اروپايي اتحادیې له چمتوالي څخه هرکلي وکړ او هغه ستراتیژیکې طرحې او برنامې یې د اروپايي اتحادیې له سفیر سره شریکې کړې، چې افغان حکومت تر لاس لاندې نیولي.

 اتمر وویل، چې اروپايي اتحادیه کولی، شي چې له یادو برنامو څخه حمایت وکړي تر څو په ټاکل وخت د بریالیتوب پړاوو ته ورسیږي.

قادر شاه وایی، دواړو لورو د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د وړتیا په لوړیدو او د مساعدې فضا په ایجادو هم خبرې وکړې دوې ټینګار وکړ، چې د ښځینه پولیسو کاري او مسلکي وړتیاوې به ټولو افغانو میرمنو ته د دې زمینه برابره کړي، ترڅو عدالت او حق غوښتنې ته لاس رسی ولري.

ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې ملي پولیس له جنګ او محاربوي چارو څخه خپلو اصلي دندو ته، چې د قانون تنفیذ دی رهبري شو او دا بهیر به نور هم توانمند او قوي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version