کلات (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٧) : په زابل ولايت کې د يوې پوستې دوو سيمه ييزو پوليسو خپل څلور نور ملګري پوليس وژلي دي.
د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال امير جان الکوزي د چنګاښ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ددې ولسوالۍ د لغړ بابا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د يوې پوستې دوو سيمه ييزو پوليسو خپل څلور نور ملګري پوليس وژلي او په خپله تښتېدلي دي.
ولسوال وايي،دوى له ځانه سره وسلې او مهمات هم وړي او له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن