جلال اباد (پژواک،٣٠ چنګاښ ٩٧): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال د طالبانو او داعش ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې چې په وژل شوو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ افغان امنيتي ځواکونو د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په بزه ګل سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه غوننډه د درنو وسله بريد کړی دی.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې درې پاکستاني طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په اچين او نازيانو ولسواليو کې د داعش ډلې پر پټنځايونو بريدونه ترسره شوي چې په کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د قول اردو وياند شېرين اقا فقيري وايي چې د اچين ولسوالۍ په بريد کې درې او د نازيانو په بريد کې يو داعش وسله وال وژل شوي دي.
هغه وايي، په دغو بريدونو کې د داعش ډلې وسلې او پټنځايونه هم تخريب شوي دي.
داعش او طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن