ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حیرتان بندر تړل کېدو سره د نفتي توکو بیې لوړې شوې

22 Jul 2018 - 10:04
22 Jul 2018 - 10:04

مزارشريف (پژواک، ٣١ چنګاښ ۹۷): په بلخ کې د سوداګرۍ او صنايعو رياست چارواکي وايي چې په جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو له خوا د حيرتان بندر په تړل کېدو سره په مزارشريف کې د نفتي توکو بيې لس سلنه لوړې شوې دي.

د دوی په وينا، د لارې تړل کېدو له امله لسګونه بار موټر درول شوي چې له امله یې هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوړي.

په مزارشريف کې د نفتي توکو پلورونکي هم شکايت کوي چې په ذخيرو کې يې تېل او ګاز مخ پر خلاصېدو دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو د نفتي توکو بيې به نورې هم لوړې شي.

له تېرو درېیو ورځو راهيسې په بلخ کې د جنبش په ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو د حيرتان- مزارشريف او حيرتان- کابل لار د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړلې ده.

له دې مخکې په فارياب کې د آقينې سوداګريز بندر لار هم د يادو لاريون کوونکو له خوا له تېرو ۱۸ ورځو راهيسې تړل شوې ده چې له امله يې د نفتي توکو په بيو کې لوړوالی راغلی دی.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست اجرائيوي مدير نصيراحمد قاسمي د چنګاښ په ۳۰مه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د حيرتان بندر په تړل کېدو سره په مزارشريف کې د نفتي توکو بیه  ۱۰ سلنه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادې لارې تړل کېدو د نفتي توکو تر څنګ د نورو سوداګريزو توکو پر بیو هم منفي اغېزه کړې چې په وينا يې ټول زيان يې سوداګرو او عامو خلکو ته رسېږي.

قاسمي په خپلو خبرو کې وويل: ((په ټوله کې د افغانستان ډېری اړتيا وړ نفتي مواد د حيرتان او اقينې له بندرونو هېواد ته واردېږي او د يادو بندرونو په تړل کېدو سوداګرو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي او ورسره د موادو په بيو کې هم زياتوالی راغلی چې ډېر تاوان يې عامو خلکو ته رسېږي.))

نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د حيرتان بندر تړل کېدو له امله هره ورځ افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان رسېږي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايع رياست اجرائيه مدير وايي که دغه بندرونه ژر تر ژره خلاص نه شي نو افغان سوداګر به له سختو اقتصادي زيانونو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((دمګړی له سوداګريزو توکو بار موټر ولاړ پاتې دي، که حالت همداسې دوام وکړي له يوې خوا به مشتريان د هېواد نورو بنادرو ته مخه کړي او له بلې خوا به اخيستل شوي توکي يا خراب شي او يا به هم بېرته پر سوداګرو تاوان شي.))

نوموړي له لاريون کوونکو غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې دې له حکومت سره خپلې ستونزې حل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version