ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سرتېرو د مرګ ژوبلې کمولو لپاره دې جدي کار وشي”

26 Jul 2018 - 14:58
26 Jul 2018 - 14:58

کندهار (پژواک،٤ زمری ۹۷): د کندهار اوسېدونکي او چارواکي وايي، د سرتېرو د مرګ ژوبلې ډېروالی د زغم وړ نه دی او د کمولو لپاره یې باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

په وروستیو میاشتو کې د وسله والو په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د ملي اردو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

که څه هم امنیتي مسوولین دا نه مني چې ګواکې د سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره دې لوړه شوې وي خو ترلاسه شوي ارقام او شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده.

امنیتي چارواکي له شمېرو ورکولو پرته وايي، که اوسنۍ شمېرې د تېرو کلونو له شمېرو سره پرتله شي، د سرتېرو مرګ ژوبله ټيټه شوې او د دوی په پرتله د وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده.

خو هغه معلومات چې پژواک ترلاسه کړي ښيي چې په کندهار کې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې د ملي اردو سلګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو یوې باوري سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې د ملي اردو نژدې ۹۰۰ سرتېري وژل شوي او له ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

دغه سرچینه د سرتېرو د مرګ ژوبلې ډېرېدل د شپې له پلوه پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو د ډله ییزو بریدونو له امله ګڼي چې کله کله یې شمېر سلګونو ته رسېږي او له پرمختللو وسلو کار اخلي.

یاده سرچینه وايي، د دغسې بریدونو پر مهال سرتېرو ته پر وخت مرسته نه رسېږي چې له امله یې د تلفاتو کچه لوړېږي.

همدا سرچینه د اکمالاتو او تجهیزاتو د کمښت یادونه هم کوي او وايي، د سوېلي زون په څلورو ولایتونو کندهار، زابل، اروزګان او دایکنډي کې چې ۲۰۵ اتل قول اردو په کې د امنیتي ساتنې مسوولیت لري، شاوخوا ۲۰ ولسوالیو او نظامي کمپونو ته د ځمکې له لارې د اکمالاتو او تجهیزاتو رسول ممکن نه دي.

د سرچینې په خبره، د کندهار نېش، غورک، خاکرېز، معروف، ښوراوک، ارغستان، میانشین، د زابل دایچوپان، شملزي، اټغر، د اروزګان، دهراود، خاص ارزوګان، چنارتو، چارچینو، چوره، چینو کمپ، ولي کمپ، او د دایکنډي ګېزاب او ګجران هغه ولسوالۍ دي چې د ځمکني اکمالاتو لارې یې تړلې دي.

دغه سرچینه وايي، د ځمکني اکمالاتو پر مخ د لارې بندېدو لاملونه د سړک غاړې ماینونه او په پرمختللو او درنو وسلو د وسله والو طالبانو سمبالتیا ده، نو ځکه دغو ولسوالیو او کمپونو ته د هوا له لارې اکمالات رسول کېږي.

یاده سرچینه د سرتېرو د مرګ ژوبلې د ډېرېدو بل لامل د نظامي مسوولینو او سرتېرو نه مسلکیتوب او په ځینو مواردو کې د ځواک یا قوې ناسم کارول هم دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version