قلعه نو (پژواک، ٤ زمری ٩٧): ولسمشر غني د بادغيس په مرکز قلعه نو سیمه کې د برېښنا هغه پروژه چې ۷۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکوي، پرانیسته.
د ولسمشر د ویاند دفتر د دغه مطلب تر څنګ ويلي، ولسمشر غني نن د بادغيس ولایت د سیمه ییزو ارګانونو، قومي مخورو، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او په افغانستان کې د ترکمنستان د سفیر په شتون کې له ترکمنستان څخه د یادې برېښنا وارودوونکې پروژې پرانیسته وکړه.
چارواکي وايي، په دغه سب سټېشن کې د برېښنا ۱۶ مېګاواټه ترانسفرمر او د تر کمنستان تر پولې د ۵۲ کیلومتره فاصلې لپاره ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږدوونکی مزی په کې شامل دي چې ۷۰۰۰ کورنیو ته برېښنا ورسوي.
ولسمشر د دې پرانیستې پر مهال هیله مندي ښکاره کړه چې د برېښنا یاده پروژه به پراخه او د بادغيس ولایت د نورو سیمو اوسېدونکي به یې هم له برېښنا ګټه واخلي.
له دې وړاندې د قلعه نو اوسېدونکو د جنراتوري برېښنا د هر کیلوواټ په بدل کې ۴۵ افغانۍ ورکولې.
خو ولسمشر وویل، له دې وروسته د قلعه نو اوسېدونکي کولای شي د یو کیلو واټ برېښنا د لګښت په بدل کې یوازې شپږ افغانۍ ورکړي.
غني په ډاګه کړه، د برېښنا دغه پروژه او په بادغيس کې د حلقوي سړک رغول د بادغيس له خلکو سره د نوموړي ژمنه وه چې یوه يې ترسره شوه او په بله کار روان دي.
د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د دغو مراسمو پر وخت د دواړو هېوادو د اړیکو پر ښه کېدو ټینګار وکړ او خوشالي یې څرګنده کړه چې د قلعه نو اوسېدونکي د دوی له وارداتي برېښنا برخمن کېږي او دغه کار د قلعه نو سیمې د پراختیا لامل کېږي.
ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بادغيس ته تللی دی.
د ولسمشر د ویاند دفتر وايي، ولسمشر به په دغه سفر کې د برېښنا د یادې پروژې د پرانیستې سربېره د بادغيس له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د پوهنتون له استادانو او معلمینو،ځوانانو، مدني فعالانو او ښځو، د ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو سره په جلا توګه لیدنې ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن